د لويې څارنوالۍ عالي شورا غونډه وشوه

Hussain_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۰ - ۱۰:۱۰
shura AAli

د لويې څارنوالۍ عالي شورا غونډه وشوه

د لویې څارنوالۍ عالي شورا غونډه په عسکري چارو کې د لوی څارنوال د مرستیال عبدالفتاح عزیزي په مشرۍ د ۱۳۹۹ لمریز کال د لیندۍ پر نهمه جوړه شوه. په دې غونډه کې پر درېیو موضوعاتو هراړخیز بحث وشو.

د غونډې په پیل کې د تدقیق او مطالعاتو ریاست پر استهدايې بحث وشو. دا استهداییه د هرات د ښځو او ماشومانو د تاوتریخوالي پر ضد د مبارزې څارنوالۍ ریاست له خوا د ښځو او ماشومانو د ځورونې قضیو ته د رسیدګۍ په تړاو وه.

د عالي شورا غړو وویل، دا چې په ولایتونو کې د ښځو او ماشومانو د ځورونې قضیو ته د رسیدګۍ څارنوالان نشته، نو د ښځو او ماشومانو د تاوتریخوالي پر ضد د مبارزې څارنوالۍ ریاست دې یو وړاندیز د لوی څارنوال عالي مقام ته وړاندې او له مخې دې يې په ولایتونو کې د ښځو او ماشومانو د تاوتریخوالي پر ضد د مبارزې څارنوالیو ته په دې برخه کې قضیو ته د رسیدګۍ او قضیو ته د تمیز په پړاو کې واکونه وغواړي.

د غونډې په بله برخه کې د تدقیق او مطالعاتو ریاست پر نظريې چې د کندهار د استیناف څارنوالۍ ریاست د استهدايې په تړاو وه، بحث وشو. په دې استهدايې کې راغلي، چې په کندهار کې له عبدالمنان د عبدالسلام زوی څخه لس ټوکه پاسپورټونه ترلاسه شوي دي.

د عالي شورا غړو وویل، د دې موضوع په هکله د کندهار له استیناف څارنوالۍ څخه وروستي معلومات راټول او تر هغه وروسته دې دا څارنوالي په دې اړه له بهرنیو چارو وزارت څخه معلومات وغواړي، چې د تدقیق او مطالعاتو ریاست پر نظريې بحث وشي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د لویې څارنوالۍ د مسلکي زده کړو د انستیتیوت د کړنلارې مسوده بحث ته وړاندې شوه.

د لویې څارنوالۍ عالي شورا غړو وویل، د دغې ادارې د مالي او اداري چارو د مرستیالۍ په مشرۍ دې، د مسلکي زده کړو د انستیتیوت، د سترې محکمې د عامه امنیت څارنوالۍ، د بشري سرچینو د پراختیا، تدقیق او مطالعاتو، د کنټرول او مراقبت او د تفتیش د رئیسانو په ګډون پر کړنلاره د بیاکتنې لپاره یوه کمېټه جوړه او تر بیاکتنې وروسته دې د یادې شوې کړنلارې مسوده یو ځل بیا عالي شورا ته وړاندې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۳:۳۸
Background image

له ایران څخه د افغان بندیانو د لېږد دوام؛۱۹۹ افغان بندیان د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شول

له بهر څخه د افغان بندیانو د انتقال کمېټې په کوښښ چې مشري یې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رییس مولوي شمس الدین شریعتي کوي د نورو اړوندو ادارو له استازو سره په ګډه چې د دغې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۵:۹
Background image

د «اداري مراسلاتو او اداري اصولو» په اړه درې ورځنی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې اداری ځینو کارکوونکو ته د «اداري مراسلاتو او اداري اصولو» تر سرلیک لاندې درې ورځنی سیمینار جوړ کړی و.. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۱۳:۴۵
Background image

د امر باالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون د تشریح په تړاو ناسته جوړه شوه

د ا.ا.ا د امر باالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د دغه وزارت قانون د تشریح په اړه ناسته جوړه کړې وه. ‌. .

BACK TO NEWS