د لويې څارنوالۍ عالي شورا غونډه وشوه

Hussain_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۲ - ۱۳:۰
ago

د لويې څارنوالۍ عالي شورا غونډه د قضايي تعقیب په چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیال ډاکټر غلام حیدر علامه په ریاست د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي میاشتې پر ۱۲ ترسره شوه.

د دغې غونډې په لومړۍ برخه کې د څارنوالانو د ذاتي چارو مقرره د بشري سرچینو د پراختیا د عمومي رئیس له خوا غونډې ته وړاندې شوه.

د عالي شورا غړو د موضوع تر غور او بررسي وروسته مالي او اداري، بشري سرچینو، تدقیق او مطالعاتو او د ښځو د ملاتړ رئیسانو ته دنده وسپارله، چې تر دوو اوونیو خپل اصلاحي نظریات د موضوع په تړاو چمتو او د عالي شورا راروانې غونډې ته يې وړاندې کړي.

د غونډې په دویمه برخه کې د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ عمومي ریاست د وظایفو او واکونو د مقررې مسوده د دغه ریاست له خوا وړاندې شوه.

په دې غونډه کې د یادې شوې موضوع په تړاو تر بحث وروسته د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ او تدقیق او مطالعاتو رئیسانو ته دنده وسپارل شوه، چې د مقررې د متن په اړه یو ځل بیا غور وکړي او راروانې غونډې ته يې ارایه کړي.

دا غونډه په دعاییې او په هېواد کې د سوکالۍ او ارامتیا په غوښتلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS