د لوګر استیناف څارنوالۍ ریاست د ودانۍ جوړونې کار پیل شو

ago_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲ - ۱۵:۲۳
logar

دا وداني د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ له پراختیایي بودیجې څخه پر شاو خوا ۲۸ میلیونه افغانیو سره په درېیو پوړونو او ۳۰۰ متر مربع مساحت ځمکه کې جوړیږي. د دغې ودانۍ د بنسټ ډبره د ۱۳۹۸ لمریز کال د مرغومي پر لومړۍ کېښودل شوه.

په دغه پروګرام کې د لوی څارنوال د مالي او اداري چارو مرستیال وحیدالدین ارغون، د لوګر والي محمد انور اسحق زوی، د کنترول او مراقبت څارنوالۍ ریاست رئیس محمد نواب احمدزي، د لویې څاروالي د مالي او اداري چارو ریاست عمومي رئیس، د ولایتي شورا غړو، د یاد ولایت د ملي امنیت رئیس، د امنیې قوماندان او ځينو ولایتي مسؤولانو ګډون کړی و.

د لوی څارنوال د مالي او اداري چارو مرستیال په دغه پروګرام کې وویل، د اصلاحاتو راوستل او له اداري فساد سره مبارزه د یادې ادارې بسټیزه موخه ده. د نوموړي په خبره، د کارکوونکو ظرفیت لوړونه د لویې څارنوالۍ کاري لومړیتوب دی او دا اداره هڅه کوي، د قانون واکمنۍ او د عدالت تأمینولو په موخه، د روزنیزو پروګرامونو په جوړولو سره د دغې ادارې د کارکوونکو او څارنوالانو ظرفیت لوړ کړي.

ارغون صاحب

د لویې څارنوالۍ د مالي او اداري چارو مرستیال د خپلو خبرو په دوام سره وویل: «مراجعینو ته درناوی، د دوی انساني کرامت ته پاملرنه او له هغوی سره په عزت چلند کول زموږ دنده ده.» هغه لوګریانو ته ډاډ ورکړ، چې لویه څارنوالي به د عدالت د تأمین او قانون واکمنۍ په برخه کې پوره هڅې وکړي او د یادو موخو د لاسته راوړنې لپاره د هر ډول ناقانونه کړنو پر ضد قانوني چلند کوي.

له بلې خوا، د لوګر د ولایتي شورا رئیس د لویې څارنوالۍ له رهبرۍ مننه وکړه، چې د دغه ولایت استیناف څارنوالۍ ته وداني جوړوي. هغه د یاد ولایت خلکو، څارنوالانو او کارکوونکو ته د دغې ودانۍ مبارکي هم ورکړه.

arghone

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ، تېر مالي کال د کاپیسا، لغمان او ډایکندي ولایتونو د استیناف څارنوالیو ودانۍ ګټې اخېستې ته سپارلې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS