د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز او د بشري سرچینو د پراختیا رئیسان معرفي شول

Hussain_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۸ - ۱۰:۴

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د مقام د حکم پر اساس محمد ظریف ستانکزی د فضل سلطان ساپي پر ځای د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د عمومي رئیس او محمد نواب احمدزی د محمد ناصر همت پر ځای د لویې څارنوالي د بشري سرچینو د پراختیا د عمومي رئیس په توګه وګومارل شول.

د یادو شویو کسانو د معرفۍ په موخه د ۱۴۰۰ لمریز کال د وري پر اوومه د لویې څارنوالۍ د عالي شورا په تالار کې د دغې ادارې د قضايي تعقیب مرستیال ډاکټر غلام حیدر علامه او ځینو نورو رئیسانو په ګډون غونډه ترسره شوه.

ښاغلي علامه په دې غونډه کې ښاغلي ستانکزي او احمدزي ته د نوې دندې د مبارکۍ تر څنګ نوموړو ته د بریا هیله وکړه.

په ورته وخت کې د بشري سرچینو د پراختیا نوي عمومي رئیس محمد نواب احمدزي د لویې څارنوالۍ د رهبرۍ او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د جمهور رئیس د باور مننه وکړه. نوموړي زیاته کړه، چې په یوې نوې انګېزې، ژمنتیا او پراخ لیدلوري به په دې اداره کې د کادرونو د ګومارنې لپاره هڅه کوي.

بلخوا د اداري فساد پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز نوي رئیس محمد ظریف ستانکزي د جلالتماب جمهور رئيس او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د رهبرۍ د باور مننه وکړه او ويې ویل، چې له دې فرصته به د اداري فساد پر ضد د مبارزې او د اداري فساد د کمولو په برخه کې په ښه توګه استفاده وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS