د لویېڅارنوالۍ د محاسبې مدیرانو ته جوړ شوی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

hdsadmin
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۲/۲۵ - ۱۵:۵۱
9

د لویې څارنوالۍ د ظرفیت لوړونې آمریت د دغې ادارې د محاسبې مدیرانو لپاره څلور ورځنی روزنیز پروګرام پيل کړی، چې له ولایتونو څخه د محاسبې ۳۳ مدیرانو پکې ګډون کړی و. دا پروګرام د غويي پر ۲۵ د مسلکي زده کړو په انستیتیوت په تالار کې پای ته ورسېد.

په دغه پروګرام کې د بشري سرچینو د پراختیا عمومي مدیر محمد ناصر همت وویل، چې په یاد شوي پروګرام کې تدارکاتي نوې لارې چارې ګډونوالو ته وړاندې شوې او دا لارې چارې بهد کارکوونکو له کاري روڼوالي سره مرسته وکړي. د نوموړي په وینا، لوی څارنوال په دغه اداره کې د کارکوونکو مسلکیتوب ته ژمن دی. نوموړي زیاته کړه: «په څو وروستیو میاشتو کې ۶۰۰ کارکوونکي په دغه اداره کې په دندو ګومارل شوي، چې ۲۰۰ يې مسلکي څارنوالان دي.»

د پنجشېر استیناف څارنوالۍ د محاسبې مدیر محمد هارون شیدا دا پروګرام ګټور وباله او زیاته يې کړه: «کومې لارښوونې چې په دغه پروګرام کې ګډونوالو ته وشوې، د دندو د ښه ترسراوي په برخه کې ورسره مرسته کولای شي.»

د هلمند استیناف څارنوالۍ د محاسبې مدیر فرزاد احمد هم وویل، چې په تېرو څو کالو کې يې په ورته ګټور پروګرام کې ګډون نه وکړی. ښاغلي احمد زیاته کړه، د معاشاتو په برخه کې يې ستونزې لرلې او د یاد شوي پروګرام په مرسته به په راتلونکي کې دا ستونزې حل شي.

په دغه پروګرام کې د بودیجې، تدارکاتو، مالي او حسابي فورمو ترتیبونه، د تخمیني او دقیقې بیې د ټاکلو لارې چارې او د کاري بهیر د ودې لپاره د مالي فورمونو د ترتیب څرنګوالی او ورته نور موارد په عملي او تیوري ډول وړاندې شول.

 

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

BACK TO NEWS