د لویې څارنوالۍ او آواز مطبوعاتي دفتر تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

ago_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۱ - ۱۱:۴۹
تقاهم نامه

دا پروګرام د لویې څارنوالۍ د مالي او اداري چارو مرستیالۍ د ناستو تالار کې د ۱۳۹۸ کال د مرغومي پر لسمه جوړ شو. په دغه پروګرام کې د لویې څارنوالۍ د مالي او اداري چارو مرستیال وحیدالدین ارغون، د لویې څارنوالۍ ویاند او ملي چارو کې مشاور جمشید رسولي، د یادې ادارې د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس عبدالقهار فرخ سیر او د آواز مطبوعاتي دفتر(آواز پروډکشن) مسؤولانو ګډون کړی و.

د لویې څارنوالۍ د مالي او اداري چارو مرستیال وحیدالدین ارغون په دغه پروګرام کې وویل، اطلاع رسونه په حکومتي بنسټونو کې یوه اړتیا ده، چې تل باید خپلې کړنې او لاسته راوړنې له خلکو سره شریکې کړي. د ښاغلي ارغون په خبره، لویه څارنوالي اوس پر جریده او څارنوال مجله سربېره، خپلې کړنې د ویب سایټ او ټولنیزو پاڼو له لارې له هېوادوالو سره شریکوي.

تفاهم نامه

ښاغلي ارغون د آواز مطبوعاتي دفتر مسؤولانو ته په اشارې سره وویل: «آواز مطبوعاتي دفتر د اطلاع رسونې په برخه کې یو ښه بنسټ دی، چې د دغه هوکړه لیک تر لاسلیک وروسته به د عدلي او قضایي بنسټونو اصلي څېره خلکو ته روښانه کړي.»

په ورته مهال کې د لویې څارنوالۍ ویاند او په ملي چارو کې مشاور جمشید رسولي، اطلاعاتو ته  د خلکو پر لاسرسي ټینګار وکړ او ویې ویل: «لویه څارنوالي د قوانینو په ځانګړې ډول اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون تطبیق ته ژمنه ده.» د ښاغلي رسولي په خبره، د ادارو د فعالیتونو او کړنو پر تړاو د پروګرامونو جوړول د هراړخیزه اطلاع رسونې په برخه کې پوره مرسته کولای شي.

ښاغلي رسولي زیاته کړه، لویې څارنوالۍ د خپلو کړنو او فعالیتونو په اړه خلکو ته د اطلاع ورکونې لپاره له بېلابېلو لارو ګټه اخېستې او په دې برخه کې یې د هېوادوالو ستونزې له منځه وړې دي. د هغه په خبره، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د تطبیق په برخه کې   لویه څارنوالي تر ټولو مخکښه او په دې برخه کې یې کوټلي ګامونه هم اخېستي دي.

تفاهم نامه

له بلې خوا، د آواز مطبوعاتي دفتر عمومي رئیس عارف احمدي په دغه پروګرام کې پر لاهمغږۍ او همکارۍ ټينګار وکړ او زیاته یې کړه: «موږ هڅه کوو د عدلي او قضایي بنسټونو کړنې خلکو ته په مستند ډول وړاندې کړو او خلکو ته به ډاډ ورکړو، چې دغه هېواد کې عدالت په ښه توګه تأمینېږي.» د نوموړي په خبره، روان کال به د آواز مطبوعاتي دفتر ډېر ټينګار د عدلي او قضایي بنسټونو پر کړنو په تېره له اداري فساد سره مبارزې ته پر انعکاس ورکولو وي.

د یادونې وړ ده، چې د لویې څارنوالۍ او آواز مطبوعاتي دفتر د هوکړه لیک پر بنسټ، چې د ۲۰۱۷ میلادي کال د اکتوبر میاشت کې یې لاسلیک کړی، د ۲۰۱۹ میلادي کال تر ډسامبر میاشت پورې په مرکز او ولایتونو کې ۱۰۸ بېلابېلې قضیې مستندې شوې او ۱۰۵ نورې قضیې د اریانا نړیوال تلویزون او ځوانانو راډیو له خوا خپرې شوې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

BACK TO NEWS