د لویې څارنوالۍ او سترې محکمې ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

Hussain_admin
شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۱:۳۸
ago

 دا غونډه د نړیوالو جرمونو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ د رئيس، د قضايي قوې د ادارې عمومي آمریت سرپرست قضاوتپال جاوید رشیدي، د تدقیق او مطالعاتو عمومي رئیس نثار احمد ملکزي، د قضايیه قوې د بهرنیو اړیکو رئيس سکندر نثار او د حقوقي مطالعاتو رئيس فهیم قیوم په حضور د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري پر ۱۲ وشوه.

د نړیوالو جرمونو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ رئيس محمد داوود افضلي په دې ناسته کې د نړیوالو جرمونو د ارزونې د اهمیت، د روم اساسنامې (نړیواله جزايي محکمه) د غړي هېواد په توګه د افغانستان له اصلي واکه څخه د استفادې او د نړیوالو جرمونو په اړه د کشفي، امنیتي، عدلي او قضايي بنسټونو د قانوني اجرااتو د اهمیت په هکله خبرې وکړې.

ښاغلي افضلي په دې ناسته کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د قضايي قوې په تشکیل کې د دیوان یا نړیوالو جرمونو ته د رسیدګۍ محکمې د ایجاد، د کشفي، امنیتي، عدلي او قضايي بنسټونو کارکوونکو ته د ځانګړو روزنیزو پروګرامونو پيل او له نړیوالې جزايي محکمې سره د همکارۍ په تړاو هم اشاره وکړه.

د سترې محکمې مسؤولانو په دې ناسته کې د کشفي بنسټونو د قانوني اجرااتو، د نړیوالو جرمونو اړوند بنسټونو ترمنځ د همغږۍ او د نړیوالو بنسټونو له خوا د کشفي، عدلي او قضايي نهادونو د کارکوونکو پر ظرفیت لوړاوي ټینګار وکړ او د نړیوالو جرمونو په هکله يې له لویې څارنوالۍ سره د سترې محکمې د لا همکاریو په اړه د دغې ادارې مسؤولانو ته ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS