د لویې څارنوالۍ او ملي دفاع وزارت ترمنځ د نړیوالو جرمونو په تړاو د همغږۍ غونډه وشوه

دا ناسته له نړیوالو جرمونو سره د مبارزې څارنوالۍ رئیس او د ملي دفاع وزارت ترمنځ د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري پر ۱۸ وشوه.
د دغې ناستې موخه د بشري حقونو او د نړیوالو بشردوستانه حقوقو د نقض قضیو ته رسیدګي او د اړوندو بنسټونو له خوا دغو قضیو ته د رسېدنې د څرنګوالي په اړه وه.
د نړیوالو جرمونو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ رئیس په دې ناسته کې د نړیوالې جزا محکمې، روم اساسنامې او د افغانستان غړیتوب، د دغې جزايي محکمې تکمیلي صلاحیت او د افغانستان په جزا کوډ کې د بشریت ضد جرم پېژندنه، د نسل وژنې او جنګي جرایمو په هکله خبرې وکړې.
د نړیوالو جرمونو اړوند د وزارتونو ترمنځ د تخنیکي کمېټې موجودیت، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لويې څارنوالۍ کړنې؛ د نړیوالو جرمونو په اړه شته فرصتونه او ننګونې له نورو مواردو څخه وو، چې په دې ناسته کې بحث ورباندې وشو.
د ملي دفاع وزارت استازي ژمنه وکړه، چې د نړیوالو جرمونو قضیو ته د رسیدګۍ په موخه به له لویې څارنوالۍ سره لازمه همکاري او همغږي کوي.