د لویې څارنوالۍ او کورنیو چارو وزارت ترمنځ د نړیوالو جرایمو قضیو ته پر وخت د رسېدنې په موخه غونډه وشوه

Hussain_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۷ - ۱۰:۱۶
ago

په دې غونډه کې د نړیوالو جرمونو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ، د کورني او بهرني امنیت جرایمو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ او د کورنیو چارو وزارت د عسکري څارنوالۍ رئیسانو، د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر ضد د مبارزې د کشف ریاست مرستیال او د دغو ادارو ځینو نورو مسؤولانو ګډون کړی و. د کورني او بهرني امنیت جرایمو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ عمومي رئيس په دې غونډه کې وویل، د کشفي منسوبانو ظرفیت لوړاوی له نړیوالو جرمونو سره د مبارزې په برخه کې ګټور ثابتېدای شي. نوموړي وویل، کشفي منسوبین باید نړیوال جرمونه، تروریستي او نور جرمونه سره تفکیک کړي او جداګانه کشفي پاڼې ورته تشکیلې کړي.

په ورته وخت کې د نړیوالو جرمونو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ رئيس محمد داوود افضلي وویل، چې د جزايي اجرااتو د ۷۲ مادې او د جزا کوډ او روم اساسنامې پر اساس، نړیوال جرمونه تر مرور زمان لاندې نه راځي او د دغو جرمونو مرتکبین باید تر عدلي تعقیب لاندې راشي. ښاغلي افضلي زیاته کړه، چې کشفي ارګانونه باید د نړیوالو جرمونو د کشف لپاره ځانګړې برخه ایجاده کړي؛ خو تر دې مخکې باید د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت عمومي ریاست لخوا د نړیوالو جرمونو د کشف او نیولو د قرارونو په تړاو عملي اقدامات وشي او همداراز د کارکوونکو پر ظرفیت لوړاوي هم په جدي توګه کار وشي. نوموړي زیاته کړه، د نړیوالو جرمونو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ له خوا چې کوم قرارونه صادرېږي، د دغو قرارونو د رسیدګۍ په موخه باید کشفي ارګانونه پر وخت اجراات وکړي.

بلخوا د کورنیو چارو وزارت مسؤولانو هم د کشفي او امنیتي برخې د منسوبانو پر ظرفیت لوړاوي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې لویه څارنوالي او کورنیو چارو وزارت باید د یوه واحد میکانیزم له مخې نړیوالو جرمونو ته د رسیدګۍ په اړه کار وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS