د لویې څارنوالۍ د درییو الحاقیه بلاکونو د رغونې چارې پيل شوې

دغه درې بلاکه چې تمه ده، له ۲۴ کاري میاشتو کمه موده کې د دوه سوه پنځه اویا میلیونو افغانیو په ارزښت د دغې ادارې د دارالامان ودانۍ کې جوړ شي، د ۱۳۹۹ لمریز کال د چنګاښ پر ۲۶ یې د بنسټ ډبره کیښودل شوه.
په دغو مراسمو کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمدفرید حمیدي، د دغې ادارې مرستیالانو، د ملي تدارکاتو ادارې عمومي رییس انجنیر الهام عمر هوتکي، د ملي پراختیا د عملیاتي ادارې شرکت رییس عبدالرحمان عطاش، د پلازمینې زون د پراختیا ادارې رییس عبدالسمیع ستانکزي او د لویې څارنوالۍ ځینو رییسانو ګډون درلود.
د هیواد لوی څارنوال څارنپوه محمدفرید حمیدي په دغو مراسمو کې وویل، چې د دغې ادارې کارکوونکي خلکو ته د غوره خدمت کولو لپاره، ښو تجهیزاتو او امکاناتو ته اړتیا لري او دغې ادارې په تېرو څو کلونو کې په مرکز او د ولایتونو استنیاف څارنوالیو کې بریالي شوي، چې هغو ته مناسب کاري چاپیریال او غوره امکانات برابر کړي. هغه د خدماتو او کارکوونکو د ظرفیت لوړوالی، له دفتري امکاناتو او اسانتیاوو سره تړلې وباله.
ښاغلي حمیدي د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه: «مناسب کاري چاپیریال د کارکوونکي حق دی او دغه اداره هڅه کوي، خپلو کارکوونکو ته چې د هېواد بېلابېلو برخو کې په پوره صداقت د عدالت ټینګښت او قانون حاکمیت په موخه خدمت کوي، مناسب او غوره کاري چاپیریال رامنځته کړي.» د هغه په خبره، مناسب کاري چاپیریال د خدمت کولو د ظرفیت لوړوالي او له مراجعینو سره په عزت، کرامت او احترام برخه کې مهم رول لري. هغه همداراز د دغې پروژې له تطبیق کوونکې شرکت مسوولانو څخه وغوښتل، تر څو یې په لوړ کیفیت او ځانګړي وخت کې چارې بشپړې کړي.
لوی څارنوال د خپلو خبرو په دوام سره د دغې ادارې د ځينو کارکوونکو په هکله، چې تېره یوه میاشت کې په تروریستي بریدونو کې شهیدان او یا ټپیان شوي و، هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه:«د لویې څارنوالۍ کارکوونکي د دغې خاورې د دښمنانو د سترګو اغزي دي او دغه اداره د خپلو رڼو اجرااتو ، له فساد او جرمونو سره د مبارزې برخه کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دي.» د هغه په خبره د دغې ادارې کارکوونکي د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د نافذه قوانینو په رڼا کې د افغانانو د عزت، حیثیت، حقوقو او عدالت په نظر کې نیولو سره خپل اجراات کوي.
ښاغلي حمیدي، همداراز ټینګار وکړ، چې دغه اداره له فساد سره د مبارزې، د افغانانو له حقونو او ازادیو دفاع، د عدالت ټینګښت، د قانون حاکمیت او له جرایمو سره د مبارزې برخه کې د افغانستان خلکو په څنګ کې ده او په قاطع، بې طرفه او پوره خپلواکۍ خپل اجراات کوي.
له بلې خوا د ملي تدارکاتو ادارې عمومي رییس انجنیر الهام عمر هوتکي، په دغه غونډه کې د لویې څارنوالۍ له کړنو او اصلاحاتو، چې په دې ورستیو کلونو کې یې دغې ادارې کې رامنځته کړي، مننه وکړه او دا یې د خلکو منځ کې د دغې ادارې د باور زیاتوالي لامل وګاڼه. د هغه په خبره، د غوره کاري چاپیریال رامنځه کول د هغو له لومړیتوبونو څخه دي او د پروژې له تطبیق کوونکي شرکت څخه یې وغوښتل، تر څو د یادو بلاکونو د جوړولو چارې په دوو کاري شفتونو کې بشپړې کړي.
د ملي پراختیا د عملیاتي ادارې شرکت رییس عبدالرحمان عطاش، په دغو مراسمو کې وویل چې یاده اداره د دغې پروژې د تطبیق برخه کې د پام وړ توجه لري او هڅه به وکړي، تر څو يې په ټاکلي وخت سره چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپاري.
همداراز د پلازمینې زون پراختیا ادارې رییس عبدالسمیع ستانکزي، په دغې غونډه کې په لویې څارنوالۍ کې د بنسټیزو بدلونونو او اصلاحاتو چې په تېرو څو کلونو کې رامنځته شوي مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د یادې پروژې چارې به په لوړ کیفیت او ټاکلي وخت سره پای ته ورسېږي.