د لویې څارنوالۍ د عالي شورا غوڼده د لوی څارنوال په مشرۍ جوړه شوه

hdsadmin
شنبه ۱۳۹۵/۴/۲۶ - ۱۶:۳۹

د افغانستان اسلامی جمهوریت لوي څاروال څارنپوه محمد فرید حمیدي په مشرۍ نن ماپښين د لویې څارنوالۍ د عالي شورا غوڼده جوړه شوه.

په دغه غونډه کې د (۱۰۱) اسمايي زون د جنايي جرمونو سره د مبارزې رئیس او د فساد پر وړاندې د مبارزې مدیر  په کابل کي د تښتونو (اختطاف) ، وژنو ، د کورنو تلاشۍ ،رشوت اخیستنې او حقوقي مسایلو  په اړه راپور  وړاندې کړ.

د لویې څارنوالۍ عالي شورا د دغو مسایلو تر هر اړخیزې ارزونې وروسته ، مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې او  پرېکړه وشوه چې د لویې څارنوالۍ ،کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت عمومي ریاست  تر مینځ یو ګډ  کمیسیون جوړ شي ترڅو  ننګوني تشخیص او حل لارې ورته ولټول شي او د وروستۍ پرېکړې لپاره  د عالي شورا ته وړاندې شي.

د لویې څارنوالۍ عالي شورا د اداري فساد او وظیفوي جرمونو د څارنوالۍ پر هغه وړاندیز هم بحث وکړ چي د څارنوالۍ د کورنیو او بهرنيو جرمونو د امنیت ریاست یو تن څارنوال د د یوه بندي د تښتولو په تور تورن وو  اوهمداراز  د مرکزي نظامي زون د استیناف محکمې ددغه وړاندیز پر اساس پرېکړه کړې چې نوموړی شخص دې د عدلي او قضایي تعقیب لاندې ونیول شي او د تفتیش ریاست ته دنده وسپارل شوه  چي پېښه په هر اړخیز ډول وڅېړي او عالي شورا ته یې راپور  وړاندې کړي.

په پای کي د لویې څارنوالۍ د څارنې او ازادۍ د محرومیت کمېټې د ماشومانو د توقیف ځایونو  پر بدیل بحث وکړ او دغه کمېټې پر هغه تفاهم لیک کره کتنه وکړه  ،کوم چي د لویې څارنوالۍ ،ستري محکمې ، د کار او ټولنیزو چارو وزارت ، عدلې وزارت ، کورنیو چارو وزارت او د ماشومان او نویو ځوانانو ټولنیزې مؤسیسې (رفاه)  د ترمنځ لاسلیک شوی وو.

پدې اړه پرېکړه وشوه چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته شفاهي وویل شي چي لویه څارنوالي د خلکو د حقونو او په ځانګړي ډول د ماشومانو د حقونو  څخه ملاتړ کوي او دغه اداره به د احکامو د پلي کولو او د ماشومانو  د روزنې د مرکزونو څخه دوامداره څارنه کوي.

"

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

BACK TO NEWS