د لویې څارنوالۍ د عالي شورا فوق العاده غونډه وشوه

Hussain_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۵:۵۰
ago

د لویې څارنوالۍ عالي شورا غونډه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ سرپرست محترم ذبیح الله کلیم په مشرۍ او د دغې غونډې د ګډونوالو په حضور نن د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۱۸ وشوه.

دا غونډه د قرآن کریم په تلاوت او د هېواد ملي سرود په خپراوي پيل شوه.

په پيل کې ښاغلي ذبیح الله کلیم د هغې کمېټې چې د څارنوالۍ د تشکیل او واکونو قانون په طرح او تدوین يې کې زیار ګاللی مننه وکړه او دا ګام يې د قانون د تحکیم او د عدالت د تأمین په برخه کې د موثرو اجرااتو لپاره ضروري اړتیا وبلله.

ښاغلي کلیم د قانون پر یوشان تطبیق او د عدالت پر تأمین ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، له قانون سره سم باید د عدالت د تأمین او د قانون د پلي کولو لپاره هڅه او هاند وشي.

د یادې شوې غونډې په لومړۍ برخه کې د څارنوالۍ د تشکیل او واکونو قانون پر طرحې بحث وشو.

د عالي شورا غړو، تر هراړخیز بحث وروسته د لویې څارنوالۍ د تشکیل او واکونو قانون په پرنسیب کې تأیید کړ او د لويې څارنوالۍ د ارشد مشاور څارنپوه نور حبیب جلال، مرسیتالانو، د عدلي او قضايي مرکز د ځانګړې څارنوالۍ، له کورني او بهرني جرمونو پر ضد د مبارزې، له نشه يي توکو سره د مبارزې، د تدقیق او مطالعاتو، کورني تفتیش او کنټرول او مراقبت د رئيسانو او د مشاورینو د بورډ په غړیتوب يې یوې کمېټې ته دنده وسپارله، چې د څارنوالیو ریاستونو د نظریاتو تر اخیستلو وروسته د لویې څارنوالۍ د تشکیل او واکونو قانون مسوده دې طی مراحل کړي.

په دې غونډه کې تصمیم ونیول شو، چې د عدليې وزارت یو باصلاحیته استازی هم دغې کمېټې ته راوبلل شي، تر څو د دغه وزارت نظریات او وړاندیزونه هم د لویې څارنوالۍ د تشکیل او واکونو د قانون په تړاو راوخیستل شي.

د غونډې په دویمه برخه کې، د هغو قضیو د طی مراحل په تړاو چې د تحقیق پلاوي د څېړنې په پایله کې د داري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز له خوا د جزايي دعوا اقامې پر حفظ یا عدم لزوم نظر وړاندې کېږي، بحث وشو.

د عالي شورا غړو په دې تړاو تر بحث وروسته د هغه ریاست وړاندیز او غوښتنه د لویې څارنوالۍ د تشکیل او واکونو قانون تر تصویب پورې تائيد کړه.

دا ناسته په هېواد کې د سرتاسري سولې د غوښتلو په دعایيې پای ته ورسېدله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

BACK TO NEWS