د لویې څارنوالۍ د عالي مقام له خوا ټاکل شوي پلاي د کاپيسا د استیناف څارنوالۍ کړنې وارزولې

ago_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۲/۴ - ۱۱:۱۶
kapisa

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د لویې څارنوالۍ په هدایت، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې د لوی څارنوال مرستیالې څارنیال سینا شنا منصور د یو پلاوي د مشر په توګه د هېواد مرکزي زون ته سفر کړی دی. یاد پلاوي د ۱۳۹۸ کال د غویي پر دویمه د کاپیسا ولایت د استیناف، عسکري او د کورنیو او بهرنیو جرمونو پر وړاندې د مبارزې څارنوالۍ کړنې وارزولې.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړونو د مخینوي په برخه کې د لوی څارنوال مرستیالې او د یاد پلاوي رئیس څارنیال سینا شنا منصور، د یاد ولایت د استیناف څارنوالۍ د بېلابېلو برخو له کارکوونکو سره د لیدنې پر مهال، د دغه ولایت د څارنوالۍ له کړنو نظارت، ستونزو ته رسیدګي او د ښې حکومتولۍ پایښت د دغه سفر موخه وبلله.

kapisa

په دغه ناسته کې د کاپیسا د استیناف څارنوالۍ رئیس څارنیار ګل احمد حیدري وویل، چې د دغه ولایت څارنوالي د قانون د احکامو په تطبیقولو کې کوښښ کوي او قضیې پر وخت څېړي. نوموړي د یاد پلاوي د لارښوونو عملي کول، د پر وخت کړنو په برخه کې اغیزناک وبلل.

دغه پلاوي د کاپیسا له والي عبدالطیف مراد سره د لیدنې پر مهال، د سمیه ئيزو ادارو تر منځ پر همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د استیناف، عسکري او د کورنیو او بهرنیو جرمونو پر وړاندې د مبارزې څارنوالیو د ستونزو د حل په اړه به د لویې څارنوالۍ د مقام د مشورو له مخې اقدام وشي.

په ورته مهال کې د کاپیسا والي، په یاد ولایت کې د دولتي ادارو تر منځ د همکاريو او همغږيو ستاینه وکړه او د دې ولایت د څارنوالۍ د بېلابېلو برخو کړنې یې د قناعت وړ وبللې.

دغه پلاوي د کاپیسا ولایت د استنیاف محکمې له رئیس، امنیه قوماندان، د ولایتي شورا له غړو او مدني ټولنو سره د یوې ځانګړې ناستې په ترڅ کې، د ماشومانو د روزنې او اصلاح مرکز له آمریت او د محبس له مدیریت څخه هم لیدنه وکړه.

kapisa

دا په داسې حال کې ده، چې یاد پلاوي د وردګ ولایت د استیناف، عسکري او د کورنیو او بهرنیو جرمونو پر وړاندې د مبارزې څارنوالۍ د بېلابېلو برخو کړنې هم ارزولې وې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS