د لویې څارنوالۍ د مرکزي زون کارکوونکو ته د جنډر او د ښځو او ماشومانو د ځورنې د مخنیوي قانون په اړه د پوهاوي پروګرام جوړ شو

ago_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۳۰ - ۱۲:۵۸
gender

دا دوه ورځنۍ پروګرام د ملګرو ملتونو سازمان (UNDP) د پراختیایي پروګرام  له خوا، د یادې ادارې د مرکزي زون ۳۰ کارکوونکو ته د ۱۳۹۸ کال د تلې پر ۲۹ جوړ شو.

له ښځو د ملاتړ رئیسې لیدا حیدري، د جنډر، جنډر لپاره د ځواب ویوونکې بودیجې د جوړونې او د ښځو او ماشومانو د ځورونې د مخنیوي قانون په اړه پوهاوی ورکول، د یاد پروګرام موخه وبلله. د آغلې حیدري په خبره، ټولو دولتي ادارو په خپلو کاري چاپېریالونو کې د ښځو د ځورونې د مخنیوي کمېټې جوړې کړې او لویې څارنوالۍ هم د ښځو او ماشومانو د ځورونې د مخنیوي چارو کې د لویې څارنوالۍ د مرستیالۍ تر ریاست لاندې یاده کمېټه جوړه کړې ده. 

د ښځو د ملاتړ رئیسې همداراز زیاته کړه، هغه ښځې چې په کاري چاپېریال کې ځورول کېږي، یادې کمېټې ته دې مراجعه وکړي او یا هم  له ۱۸۰ ځانګړې شمېرې سره په اړیکه نیولو د خپل شکایت د هویت په خوندي ساتلو سره ثبت کړي، ترڅو یاده کمېټه یې شکایت بررسي کړي.

آغلې حیدري د پروګرام ګډونوالو ته په اشارې سره وویل، هغه ستونزې او ننګونې چې په ادارو کې شتون لري، له یاد ریاست سره شریکې کړئ، ترڅو ښځو ته مناسبه کاري فضا رامنځ ته شي.

په ورته مهال کې د (UNDP) دفتر د ښځو د ځورونې د مخینوي پر ضد د روزنیزو پروګرامونو مسؤول همایون رووفي وویل، چې دغه دفتر د یادې ادارې ۱۲۰ کارکوونکو ته د ښځو د ځورونې د مخنیوي په برخه کې روزنیز پروګرامونه جوړ کړي دي او تمه ده، چې په راتلوونکي کال کې به هم دا لړۍ دوام ومومي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS