د لویې څارنوالۍ د مسلکي بستونو ازموینه واخیستل شوه

Hussain_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۵ - ۱۵:۴۴
ago

دا ازموینه د لویې څارنوالۍ له اداري کارکوونکو چې د کابل پوهنتون د حقوقي زده کړو په ملي مرکز کې يې حقوقي ستاژ لوستی و، د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر پنځمه واخیستل شوه.

په دې ازموینه کې د ۱۵ مېرمنو په ګډون ۶۴ کسانو ګډون کړی چې ۳۰ کسان به د څارنوالانو په توګه جذب شي.

دا ازموینه د سرچینو او ادارې د عمومي رئیس وحیدالدین ارغون، د بشري سرچینو د پراختیا عمومي رئیس محمد نواب احمدزي او د دې ادارې د ځینو رئیسانو په حضور واخیستل شوه.

د سرچینو او ادارې عمومي رئیس وحیدالدین ارغون د دې ازموینې په پيل کې وویل، چې د یادې شوې ازموینې ټول پړاوونه د څارنوالانو د ګومارنې د کړنلارې له مخې د ځانګړې کمېټې له خوا تعیین شوي دي.

د نوموړي په وینا، د لویې څارنوالۍ رهبري د دغې ادارې د کارکوونکو ظرفیت لوړاوي ته ژمنه ده او په دې برخه کې يې جدي هڅې پيل کړې دي. نوموړي په دې اداره کې د سمونونو پر راوستلو ټینګار وکړ او ویې ویل: «د پخوانیو اصلاحاتو په دوام او د جمهوري ریاست د هدایت پر اساس، بېلابېلې کاري کمېټې جوړې شوې، چې د څارنوالانو د مسلکي ظرفیت لوړاوی يې کاري لومړیتوب دی.»

د ښاغلي ارغون په وینا، د لویې څارنوالۍ د مسلکي زده کړو انستیتیوت ریاست ښه ظرفیت لري او دا ریاست پر داسې تګلارې کار کوي، چې له مخې يې د څارنوالانو ستاژ دوره په دغې ادارې کې ترسره شي.

بلخوا د بشري سرچینو د پراختیا عمومي رئيس محمد نواب احمدزي وویل، په دې وروستیو کې په لویه څارنوالي کې جدي اصلاحات راوستل شوي دي. د نوموړي په وینا، د دې ازموینې ټول پړاوونه په رڼه توګه تنظیم شوي او ګډونوال به د وړتیا له مخې په دې اداره کې وګومارل شي.

د ښاغلي احمدزي په وینا، په دې ازموینه کې ۶۴ اداري کارکوونکي چې د کابل پوهنتون حقوقي زده کړو ستاژ دوره یې لوستې وه او له کلونو منتظر و، چې د څارنوال په توګه په اداره کې جذب شي، د ځانګړې کمېټې له خوا په شرایطو برابر کسانو دغې ازموینې ته لار پيدا کړې ده.

ښاغلي احمدزي د ازموینې ګډونوالو ته په اشارې سره وویل: «دا ازموینه د نورو ازموینو په پرتله ښه مدیریت شوې او هڅه شوې، چې ستونزې هوارې او په رڼه توګه ترسره شي.» نوموړي همداراز ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې وړ کسان به تر ازموینې وروسته د ځارنوال په توګه ګومارل کېږي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې هم د دغې ادارې له ۱۷۱ اداري کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS