د لویې څارنوالۍ د ۱۳۹۸ کال د تشکیل پېژندنې ورکشاپ پای ته ورسېد
په دغه غونډه کې د لویې څارنوالۍ ځینو مرستیالانو، د بشري سرچینو او پراختیا لوی رئيس، د دغې ادارې ویاند او د ولایتونو د استیناف څارنوالیو رئيسانو ګډون کړی وو. د لویې څارنوالۍ د تشکیل پېژندنې ورکشاپ په ورستۍ ورځ د څارنوالانو د تعیناتو، د هغو پر تغییر او تبدیل او رسنیزو موضوعاتو بحث وشو.
د لویې څارنوالۍ د بشري سرچینو او پراختیا لوی رئیس محمد ناصر همت وویل، چې په هره اداره کې د کارکوونکو تغییر او تبدیل د ادارې یو اصل دی. ښاغلي همت په هرې اداره کې د کارکونکو پر مسلکیتوب هم ټینګار وکړ. نوموړي زیاته کړه:«موږ ژمن یو، چې په لویه څارنوالي کې به مسلکي ګمارنې رامنځته کړو او په دې برخه کې به له هر ډول روابطو څخه ډډه وکړو.»
ښاغلي همت وویل، چې د ۱۳۹۸ کال په تشکیل کې د څارنوالانو د تعینانو تغییر او تبدیل به مثبت اغېز ولري. د نوموړي په خبره چې په دغه تشکیل کې به څوک بېسرنوښته پاتې نشي. ښاغلي همت د کارونو د لا چټکتیا په پار د استیناف د څارنوالیو له رئیسانو وغوښتل چې په دې برخه کې مرسته وکړي.

همداراز په دغه ورکشاپ کې د څارنوالانو د تعیناتو د تغییر او تبدیلۍ په موخه د دغې ادارې د مرستیالانو او رئیسانو په شتون کې ۷ کاري کمېتې وګمارل شوې. یادو کمېټو د دغه ورکشاپ په پای کې د څارنوالانو پر تبدیلۍ او تعیناتو ګډ کار وکړ.
په ورته مهال کې د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د دغې ادارې د رسنیزې برخې پر ارزښت او همغږۍ خبرې وکړې. ښاغلي رسولي د راپورونو پر وخت خپرولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: « معلوماتو ته د لاسرسي قانون پر اساس موږ مکلفیت لرو، چې هېوادوالو ته پر وخت، دقیق او کره اطلاعات ورسوو.»
ښاغلي رسولي د ولایتونو د استیناف څارنوالیو له رئیسانو وغوښتل چې د دغې ادارې د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست سره همکاري وکړي او غوښتنه يې وکړه، چې د ولایتونو د استیناف څارنوالۍ دي، اطلاعات او خبرونه د دغې ادارې پر ویبپاڼې د خپرېدا په موخه پر وخت یاد ریاست ته یې ولیږي. نوموړي همداراز په دې برخه کې د یادو مسؤلانو فعاله ونډه اغېزناکه وبلله.
د یادونې وړ ده، چې لویې څارنوالۍ خپلو کارکوونکو ته د ښې هماهنګۍ او د اداري کارونو په ښه ترسره کېدا او همغږۍ په موخه په مرکز او ولایتونو کې ورته ورکشاپونه او غونډې نیولي دي.
