د لویې څارنوالۍ سرپرست د نویو رئيسانو د معرفۍ په غونډه کې له اداري فساد سره پر مبارزې ټینګار وکړ

Hussain_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۳ - ۱۶:۱۴
ago

د لویې څارنوالۍ د نویو رئيسانو د معرفۍ غونډه چې د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ پر ۱۳ وشوه، د لویې څارنوالۍ سرپرست دغو رئیسانو او کارپوهانو ته د مبارکۍ او بریا تر څنګ، وویل: «موږ هغه وخت عدالت په ښه توګه تأمینولی شو، چې کار اهل کار ته وسپارو.» ښاغلي کلیم زیاته کړه، د لويې څارنوالۍ یو مکلفیت له اداري فساد سره مبارزه ده. د نوموړي په وینا، اداري فساد د ادارو او هېواد د پرمختګ د مخنیوي سبب کېږي.

د لویې څارنوالۍ سرپرست له نویو ګومارل شویو افرادو وغوښتل، چې د دندې د اجرا پر مهال باید دیني، اخلاقي او سازماني ارزښتونو او د هېوادوالو حقونو ته پام وکړي او همداراز د مراجعانو غوښتنو ته درناوی، له ښځو سره د تاوتریخوالي پر ضد مبارزه او قانونمند اجراات هم له پامه ونه غورځوي.

د لویې څارنوالۍ په وړاندیز او د جمهوري ریاست عالي مقام په منظورۍ، وحیدالله زاهد د جمهوري ریاست عالي مقام او د لویې څارنوالۍ د احکامو او هدایاتو د تعقیب رئيس، محمد آصف فیاض د غزني استیناف څارنوالۍ رئيس او احمد شهاب شکوهمند د لویې څارنوالۍ د مقام دفتر عمومي ریاست د اسنادو او اړیکو رئيس په توګه وګومارل شول.

همداراز عزیزالرحمن د اسنادو د ارزونې مسلکي کارپوه، میر احمد فایز د احکامو او هدایاتو د تعقیب مسلکي کارپوه، حبیب الرحمن د افغانستان اسلامي جمهوري ریاست مقام او د لویې څارنوالۍ د احکامو او هدایاتو د تعقیب مسلکي کارپوه، حیده پروانه د اسنادو د ارزونې کارپوه او اجمل د اسنادو د ارزونې د مسلکي کارپوه په توګه معرفي شول.

په دې غونډه کې نویو ګومارل شویو رئیسانو او کارپوهانو د لویې څارنوالۍ د مشرتابه د باور مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې خپل اجراات به په صادقانه، خپلواکه او بې پرې توګه د قانون په رڼا کې ترسروي او د اداري فساد پر ضد به خپله مبارزه روانه ساتي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

BACK TO NEWS