د لویې څارنوالۍ عالي شورا د لوی څارنوال څارنپوه نور حبیب جلال په مشرۍ جوړه او په اجندا کې په شاملو مسائلو جربحث او د نظر تبادله وشوه

hdsadmin
دوشنبه ۱۳۹۴/۱۰/۲۱ - ۸:۳۹
ago

" د لویې څارنوالۍ عالي شورا د لوی څارنوال څارنپوه نور حبیب جلال په مشرۍ جوړه او په اجندا کې په شاملو مسائلو جربحث او د نظر تبادله وشوه

دلویې څارنوالۍ سرپرست وویل: چې  د جمهور رئیس او د مالې وزارت سره په تفاهم کې ټاکل شوې؛  چې د دې ادارې د کار کوونکو معاشونه دبودیجوې محدودیتونو په نظر کې  نیولو سره زیات شې.

د هغه په خبره  د معاشونو لوړیدل  په درې  مرحلو کې تطبیق کیږي.

لومړي  به د شریعت او حقوقو رشتو لرونکې کارکوونکې وې؛  چې د مقرریدا  اساسي شرایط يې سرته رسولې وي، او دغه راز دلویې څارنوالی دصلاحیتونو او تشکیل قانون د  ۲۸ مادی پر بنسټ په عدلي او قضایې  ارګانونو  کې دری  کاله خدمت کړي وی.

دهغه په وینا دویمه مرحله کې هغه کارکوونکې شامل وې چې ډیر کلونه یې په لویه څارنوالي کې دندې پرمخ وړې وی.

او په دریمه مرحله کې هغه کارکوونکې شامل دې  چې لوړې زده کړې نه لرې خو دلویې څارنوالۍ په چارو کې؛  ګټور او تجروبه لرونکې دی.

دلويې څارنوالۍ دچار واکو په وینا، تر دې دمه  د دې اداری ۷۵ سلنه  کار کوونکې دلومړۍ مرحلې  په شرایطو  برابر کسان پیژندل شوې دی، عالي شورا دکارکوونکو دمعاشونو زیاتوالې په لویه څارنوالۍ کې دبنسټېزو سموونو په برخه کې ګټور وبلل.

د یادې  شورا د جربحث  او ارزونې  وروسته  د لویې څارنوالی د کارکوونکو معاش د زیاتوالې په دې اداره کې داساسي اصلا حاتو له پاره  اغېزمن  چاره  وبلله. همدا رنګه دغونډې په بله برخه کې  داداري فساد سره  د مبارزي ریاست ته دنده  وسپارل شوه، څو دنشیې توکو دڅارنوالۍ او د محابسو او توقیف خانو دریاستونو څخه د نشه یې توکو  لا درکه محکوم  قاچاقبر  محمدالله  دوسي په اړه هر اړخیزه  تحقیقات ترسره کړي.

په پای کې ګډونوالو په لویه څارنوالۍ کې  د کارې بهير دښه والې په موخه یو لړ وړاندیزونه هم  وکړل.    

"

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS