د لویې څارنوالۍ عالي شورا غونډه د افغانستان لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي په مشرۍ تر سره شوه

hdsadmin
چهارشنبه ۱۳۹۵/۱۲/۱۱ - ۱۵:۳۹
4

یاده غونډه نن یکشنبه د سلواغې میاشتې په ۲۴ نیټه د لویې څارنوالۍ عالي شورا مرستیالانو او  غړو په حضور کې د دې ادارې مهمو موضوعګانو په اړه  د پریکړو کولو په موخه ترسره شوه.

د غونډې په لمړِۍ  برخه کې د سترې محکمې شهیدانو او ټپیانو کارکونکو ته نیکې پیرزونې وړاندې شوې  او د الله ج له دربار څخه د حادثې شهیدانو ته د جنت او ټپیانو لپاره د عاجلې شِفَا‌ء غوښتنه او دعا وشوه.

لوی څارنوال د یادې پیښې غندنه وکړه او دا کار یې د بشریت پر ضد جنایت وباله.

د غونډې په بله برخه کې، د امنیتي ننګونو او مخالفینو د تروریستي بریدونو زیاتیدو سره د لویې څارنوالۍ د کار کونکو د امنیتي مسایلو او تدابیرو په اړه لکه مانع (خنډونه) ایجادول، امنیتي کمرو نصبول، تالاشي، د امنیتي مدرنو و سایلو برابرول، د کشفي او امنیتي ارګانونو تر منځ اړینې همغږي،  د مرکز او ولایتونو څارنوالیو ته د مراجعینو د چک او کنټرول او د د ښمن د احتمالي بریدونو د خطرونو او د هغې  مخنیوي په اړه بحث او خبرې وشوې  او همدارنګه په اړه یی لازمی پریکړې  وشوې .

 لویې څارنوالۍ عالي شورا د لویې څارنوالۍ  کارکونکو د لا خوندیتوب لپاره د ښو تدابیرو سنجولو په موخه په عسکري چارو کې د  لویې څارنوالۍ  مرستیال په مشری او  په مالي او اداري چارو کی د لوی څارنوالۍ مرستیال په ګډون یو ۵ کسیزه کمیټه و ټاکله. 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS