د لویې څارنوالۍ عالي شورا غونډه وشوه

ago_admin
یکشنبه ۱۳۹۷/۱۰/۹ - ۲۰:۳۰
shora

د لویې څارنوالۍ عالي شورا غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي په مشرۍ، د دغې غونډې د غړو په ګډون د ۱۳۹۷ کال د مرغومې پر نهمه وشوه.

د غونډې په پیل کې د کندز د استیناف څارنوالۍ ریاست په ۱۳۸۵ نمبر استهدایه، چې نهه کسان د محکمې د حکم له مخې د قباحت په جرم په نقدي توګه محکوم او مجازات شوٍي، بحث وشو. له یادو شویو نهو کسانو څخه اته کسان په نقدي توګه او یو کس د جزا کود د ۶۹۲ مادې له مخې په درې میاشتو او لسو ورځو تنفیذي بند محکوم او مجازات شوي دي. په دغه استهدایه کې همداراز راغلي، چې یادو شویو کسانو د نقدي جرمې له ورکړې عجز اختیار کړی دی.

د لویې څارنوالۍ عالي شورا پرېکړه وکړه، چې د سترې محکمې د عالي شورا او د حقونو د لاسته راوړلو قانون د کړنلارې له مخې، هره ورکړه د دین حکم لري؛ له همدې امله یاده شوې موضوع دې د حقوقو ریاست ته واستول شي، چې په اړه یې لازم تصمیم ونیسي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د جنوب زون څارنوالۍ ریاست د ۱۳۹۷ کال د تلې پر څلورمه د ۹۰۸ ګڼې مکتوب د ضمیمې پر استهدایه بحث وشو. په دغه استهدایه کې د ابتدایه محکمو پر پرېکړو د نیوکو په برخه کې د اړونده قوانینو د احکامو د صراحت په نظر کې نیولو سره د استیناف څارنوال د واک لرلو او نه لرلو په اړه وضاحت وغوښتل شو.

عالي شورا پرېکړه وکړه، چې اړونده څارنوالي دې د جزایي اجرااتو قانون د ۲۵۳ مادې درېیمې فقرې په رعایتولو سره د یاد شوي قانون د ۲۴۶ مادې له مخې اجراات وکړي.  

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS