د لویې څارنوالۍ عالي شورا فوق العاده ناسته وشوه

ago_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۴ - ۱۸:۳۳
شورای عالی

د لویې څارنوالۍ عالي شورا ناسته د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمدفرید حمیدي په مشرۍ د دغې ادارې د مرستیالانو او نورو غړو په ګډون، د لویې څارنوالۍ د تشکیل او واکونو اړوند قانون باندې د ۱۳۹۹ لمریز کال په دریمه او څلورمه د دارالامان ودانۍ د عالي شورا د غونډو په تالار کې وشوه.

غونډه د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت او د افغانستان ملي سرود په خپریدو پیل شوه. ورپسې د هېواد لوی څارنوال څارنپوه محمدفرید حمیدي، د لویې څارنوالۍ د تشکیل او واکونو قانون اړوند د فوق العاده غونډې دایریدو په اړه وویل، چې د لویې څارنوالۍ د تشکیل او واکونو قانون د دغې ادارې او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت عدلي او قضایي نظام بنسټيز رکن دی. هیله‌مند یم، چې د دې قانون په تصویب سره به د دغې ادارې خپله کاري خپلواکي خوندي وي او دا د افغانستان د خلکو د حقوقو ، وقار او حیثیت د دفاع په موخه، د څارنوالانو د اجرااتو پلي‌کیدو لپاره ګټور وي.

ښاغلي حمیدي د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه:« د دې قانون تصویب د قانون حاکمیت او د عدالت تامین برخه کې د صادقانه هڅو ښه بستر دی، د افغانستان خلکو سره د دغې ادارې ژمنې ډیروي او د غوره جرمي پالیسۍ لپاره به ډیر اغیزمن ثابت شي.» د هغه په باور، د لویې څارنوالۍ د دغه نوي قانون طرحه، د خلکو او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سره، د دغې ادارې د اصلاح او له اداري فساد سره د مبارزې برخه کې تعهد ښکاره کوي.

شورای عالی

هغه همداراز د لویې څارنوالۍ د عالي شورا په استازیتوب، د دغې ادارې له مرستیالانو، رییسانو او نورو همکارانو څخه، چې د دغه قانون د مسودې طرح یې چمتو کړه، هم مننه وکړه.

ورپسې د لویې څارنوالۍ د تشکیل او واکونو قانون مسوده د لویې څارنوالۍ سلاکار عبدالبصیر خالد له لورې د غونډې ګډونوالو ته واورول شوه او د عالي شورا غړو، د دغې طرحې د لا غنامندۍ په موخه خپل اصلاحي نظریات او وړاندیزونه مطرح کړل.

همدراز عالي شورا یوه تخنیکي کمیټه هم وټاکله؛ ترڅو یو ځل بیا د دغه قانون مسوده وګوري، د عالي شورا د غړو وړاندیزونه او نظریات په کې ځای کړي او راتلوونکې غونډې ته یې وړاندې کړي.

غونډه د افغانستان خلکو ته د خیر دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

BACK TO NEWS