د لویې څارنوالۍ مرکزي رئیسانو ته د جنډر په اړه د عامه پوهاوي پروګرام جوړ شو

hdsadmin
چهارشنبه ۱۳۹۷/۴/۶ - ۱۴:۵۱
39

دغه پروګرام د لویې څارنوالۍ د جنډر ریاست له خوا د مسلکي زده کړو انستیتیوت ریاست په تالار کې د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ پر شپږمه جوړ شو. په دغه پروګرام کې ځینو مرکزي رئیسانو ګډون کړی و.

د لویې څارنوالۍ د جنډر رئیسې لیدا حیدري وویل، چې په ادارو کې د جنډر د مفهوم په اړه عامه پوهاوی نشته. د نوموړې په خبره د جنډر ریاست د جنډر په اړه د عامه پوهاوي لپاره پنځه مرحله یي طرحه وړاندې کړې ده، چې د دغې طرحې لومړۍ مرحله د یادې شوې ادارې مرکزي رئیسانو ته د جنډر په اړه عامه پوهاوی بلل کېږي.

نوموړې همدارنګه وویل چې نارینه او ښځو ته د یو ډول زمینې برابرول د ټولنې د نېکمرغۍ سبب کېږي. نوموړې د خپلو خبرو په دوام سره وویل: «په ګډه همکارۍ او همغږۍ سره کولای شو په کاري چاپېریال او ټولنه کې شته ستونزې حل کړو.»

د اغلې حیدري په خبره، ښځې د ټولنې تر ټولو متضرره قشر دی؛ نو پکار ده چې په ادارو کې د دوی د ګومارنې په پروسه کې له مثبت تبعیض څخه کار واخیستل شي. د لویې څارنوالۍ د جنډر رئیسې په کاري چاپېریال کې د ښځو پر خوندیتوب هم ټینګار وکړ. د نوموړې په خبره د ښځینه کارکوونکو د ماشومانو لپاره باید وړکتون او خورنځی په نظر کې ونیول شي.

د لویې څارنوالۍ د بشري سرچینو پراختیا رئیس محمد ناصر همت، په دغه اداره کې د ښځو حضور د قناعت وړ وباله او ویې ویل: «د یادې شوې ادارې رهبري ژمنه ده چې په دغه اداره کې د ښځو ونډه زیاته کړي.» د نوموړي په خبره، هغه بستونه چې اعلانېږي، د ښځو د لاښه خبراوي په موخه یې یوه کاپې د جنډر ریاست سره شریکېږي. ښاغلي همت د همدې کال په اوږدو کې دغه ادارې ته د دریو روغتیایي کلینیکونو د جوړونې او درېیو امبولانسونو د پېرودنې خبر هم ورکړ.

په ورته مهال کې د غرب زون د استیناف څارنوالۍ رئیسې پروین رحیمي هم د جنډر په اړه پر عامه پوهاوي ټینګار وکړ، نوموړې زیاته کړه: «د جنډر د مفهوم سم تحلیل او تجزیه د ډېرو ستونزو د حل سبب کېږي.»

همدارنګه د عدلي او قضایي مرکز د نشه یي توکو د تمیز څارنوالۍ رئیس سید تمیم افضلي وایي، چې د بستونو په انتخاب کې جنډر ریاست باید په مستقیم ډول رول ولري. نوموړې زیاته کړه: «د جنډر ریاست باید په یاده شوې اداره کې د ښځو د ستونزو د حل په موخه یوه کمېټه هم جوړه کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د جنډر ریاست څه موده وړاندې هم ۴۱ هغه زده کړندویانو ته چې د (پروموت) پروژې له خوا دغې ادارې ته ور پېژندل شوي وو، د جنډر په اړه د عامه پوهاوي پروګرام جوړ کړی و.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

BACK TO NEWS