د لویې څارنوالۍ مرکزي ریاستونو خدماتي کارکوونکي د سواد زده کړي کورس ته معرفی شول

hdsadmin
شنبه ۱۳۹۶/۲/۱۶ - ۸:۳۹
ago

د روان کال غویی میاشتې  په شپاړسمه نیټه د شنبې په ورځ د سواد زده کړې پروګرام د ملکي خدمتونو کارکوونکو لپاره په عملی بڼه پېل شو. د دې  پروګرام د پرانستلو په مراسمو کې د لوی څارنوالۍ مالي او اداري مرستیال ښاغلي وحید الدین ارغون، د بشري منابعو مشرانو، مالي او اداري مشرانو، ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي څارنوالي او د لوی څارنوالۍ جندر پروګرام هم ګدون کړی  وو.

 

د لوی څارنوالي مالي او اداري مرستیال، د سواد د زده کړې پروګرام پېل پدې اداره کې د وړتیا د لوړوالي  په برخه کې یو مهم ګام وباله. د نوموړي  په وینا، له دې وروسته به د ملکي   خدماتو د کارکوونکو ګمارلو لپاره لومړني  زده کړې د معیار په توګه وټاکل شي. نوموړي  زیاته کړه:" په راتلونکي  کې به دا پروګرام په ولایاتو کې هم پېل شي. کارکوونکي  باید د ورځنیزو چارو تر څنګ د سواد زده کړې په خاطرهم هڅې وکړي.

د ښاغلي  ارغون په وینا، د بشري منابع ریاست ته دنده ورکړل شوې  ده تر څو د ملکي   خدمتونو هغه  کارکوونکي  چې لومړنۍ زده کړې نلري د هغوي بشپړ فهرست په مرکز او ولایاتو کې چمتو کړي ترڅو د پورته ذکرشویو کارکوونکو لپاره هم د سواد د زده کړې پروګرام پېل شي.

محمد داوود افضلی د بشري منابعو مشر، د کارکوونکو د وړتیا لوړوالی د دې ریاست د مسؤلیتونو څخه وباله. د نوموړي  په وینا، د سواد د زده کړې د بهیر نه به په جدي توګه څارنه وشي.

د لومړي  ځل لپاره د لوی څارنوالي د ملکي   خدمتونو د کارکوونکو لپاره د سواد د زده کړې پروګرام پېل شو.

 

 

 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS