د لویې څارنوالۍ کارکوونکو ته د جنډر اړوند د ځواب ویوونکې بودیجې جوړونې روزنیز پروګرام جوړ شو

ago_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۸ - ۹:۵۰
gender

افغانستان کې د عدلي سکتور دملاتړ پروګرام(JSSP) په همکارۍ، د لویې څارنوالۍ د ښځو د ملاتړ ریاست له خوا، د یادې ادارې ۳۰ کارکوونکو ته د «جنډر اړوند د ځواب ویوونکې بودیجې» په نوم روزنیز پروګرام جوړ شو.

د دغه پروګرام له جوړونې څخه موخه، په لویه څارنوالۍ کې د ښځو د متوازن ملاتړ، د جنډر د بنسټونو او د ښځو او ماشومانو د ځورونې د مخنیوي قانون د مادو درک کول بلل شوي، ترڅو جنسیتي نابرابرۍ او د ښځو ځورونه له منځه ولاړه شي او یو خوندي کاري چاپېریال رامنځ ته شي.

په یاد پروګرام کې، جنډر(GRB) ته د یوې ځواب ویوونکې بودېجې جوړنې په موخه، د یو ریفورم په توګه د بودیجې جوړونې په ټولو پړاوونو (د پالیسۍ له برابرونې پیل او په پایلو لاسته راوړنو پای ته رسېدلو)کې د جنډر په هراړخیز شاملولو بحث وشو.

د یادونې وړ ده، چې د جنډر اړوند د یوې ځواب ویوونکې بودیجې جوړونه د یادې ادارې  لومړیتوب ګرځېدلی، چې د پلان او پالیسۍ، د پروګرامونو په شننه او بودیجه کې د یادې ادارې د پلان او بهرنیو اړیکو ریاست سره همکاري کوي.

د لویې څارنوالۍ د ښځو د ملاتړ ریاست مسوؤلانو، په ټولو پالیسیو، پلانونو او پروګرامونو کې د جنډر اړوند مسایلو ته ځای او پراختیا ورکول، د یاد پروګرام موخه وبلله.

باید وویل شي، چې د دغه پروګرام په پای کې د (JSSP) دفتر له خوا د پروګرام ګډونوالو ته تصدیق پاڼې هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

BACK TO NEWS