د لویې څارونوالۍ عالي شورا غونډه وشوه

hdsadmin
یکشنبه ۱۳۹۷/۲/۳۰ - ۱۵:۵۱
6

د لویې څارنوالۍ عالي شورا غونډه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي په مشرۍ د ۱۳۹۷ کال د غویي پر ۳۰ ترسره شوه.

د غونډې په پيل کې د عالي شورا د تېرې غونډې د پرېکړو مسوده د غور او ارزونې په موخه واورول شوه.

د غونډې په دویمه برخه کې د لويې څارنوالي د پنځه کلن ستراتیژیک پلان په اړه بحث وشو.

عالي شورا پریکړه وکړه، چې د دغه ستراتیژیک پلان د هراړخیزې پیاوړتیا په موخه دې د لویې څارنوالۍ د مرستیالانو او رئیسانو په ګډون د کورنیو او بهرنیو جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست، د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز او له نشه یي توکو او مسکراتو سره د مبارزې ځانکړې څارنوالۍ څخه یوه کمېټه مؤظفه شي.

د غونډې په پای کې د بېلابېلو استهدایو په اړه چې یادې شوې شورا ته وړاندې شوې وې، بحث وشو او په اړه یې اړین لارښوونې ورکړل شول.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS