د ماليې وزارت د عوایدو ریاست د لویو مالیه ورکوونکو د ابتدایي سنجش کارکوونکی د رشوت اخیستلو په تور ونیول شو

Hussain_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۴ - ۲:۲۰

د کنټرول او مراقبت عمومي څارنوالي د ماليې وزارت د عوایدو ریاست د لویو مالیه ورکوونکو د ابتدایي سنجش کارکوونکی د ۳۰ افغانیو رشوت اخیستلو پر مهال لاس په لاس نیولی دی. نوموړی د بلخ اوسېدونکي د یوه خصوصي شرکت د کارکوونکي له خوا د کنټرول او مراقبت څارنوالي عمومي ریاست ته د شکایت او د لسمې حوزې د منسوبانو په مرسته د اپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي میاشتې پر ۱۱ نیول شوی.

شکایت کوونکي په خپل شکایت کې ویلي، چې د دغه شرکت د یوه مکتوب د طی مراحل کولو په بدل کې  تورن له ده ۳۰ زره افغانۍ غوښتې وې. د نوموړي په وینا، تورن دی ننګولی، چې که پیسې ورنه کړي، نه یوازې دا چې مکتوب به یې طی مراحل کېږي نه، بلکې شرکت به جریمه هم کړي.

د کنټرول او مراقبت عمومي څارنوالي د دغه شکایت تر تحلیل او ارزونې وروسته د لویې څارنوالۍ د مقام په هدایت تورن د کابل له لسمې ناحیې (شهرنو) څخه د یاد شوي مبلغ د اخیستلو پر مهال نیولی دی.

دا قضیه د عدلي تعقیب په موخه اړوندې څارنوالۍ ته لېږل شوې ده.

د لويې څارنوالۍ د رهبرۍ یو لومړیتوب له اداري فساد سره جدي مبارزه ده او په همدې موخه د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ عمومي ریاست دوه ورځې مخکې هم د برښنا شرکت یو کارکوونکی د رشوت اخیستلو په تور لاس په لاس نیولی و.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS