د محمداغې ولسوال پر لس کاله او شپږو میاشتو بند محکوم شو            

ago_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۴ - ۱۴:۴۴
عدلی قضایی

د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايی مرکز ابتدایي محکمې، د ۱۳۹۸ کال د مرغومي پر څلورمه د لوګر ولایت د محمداغې ولسوال نورمحمد د طلامحمد زوی، د ۱۸ میلونه افغانیو رشوت اخېستنې په تور محاکمه کړ.

د دغې قضیې عاملین د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ پر ۱۵ د کشفي بنسټونو له خوا، د کابل ښار لومړۍ ناحیې په سرای شهزاده کې د پیسو د سپارنې پر مهال نیول شوي او د عدالت د تأمین او څېړنو په موخه یې څارنوالۍ ته استولي دي.

د مؤظف څارنوال د صورت دعوې پر بنسټ، د محمداغې ولسوال د یو زر او ۸۰۰ جریبه ځمکې پر سر د محمداغې ولسوالۍ له اوسېدونکي دولت خان د حسین خان له زوی څخه چې د دغې ځکمې وارث بلل کېږي، د هر جریب په بدل کې د لس زره افغانو رشوت چې ټولې ۱۸ میلونه افغانۍ کېږي، غوښتنه کړې ده.

د قضیې مؤظف څارنوال، د څېړنو تر بشپړاوي، د صورت دعوې له ترتیب او د یاد تور د سپیناوي لپاره د اسنادو، شواهدو او مدارکو تر راوړنې وروسته د قضايي ناستې له پلاوي غوښتي، چې د یاد تورن ته د سزا ورکولو په موخه دې پر نوموړي د جزا کود ۳۸۵ ماده، د ۳۷۵ مادې دویمه فقره، ۳۷۱ مادې شپږمه فقره، او د ۳۷۰ او ۲۸۵ مادې دویمې فقرې پلې کړي.

د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د ابتدايي محکمې قضايي پلاوي، د مؤظف څارنوال د صورت دعوې او د ۱۸ میلونه افغانیو رشوت اخېستنې په تور د محمد اغې د ولسوال د دفاعې په پام کې نیولو سره نوموړی د جزا کود د ۳۸۵ مادې لومړۍ فقرې، ۳۷۵ مادې دویمې فقرې او ۳۷۱ مادې لومړۍ فقرې د شپږم بند له مخې، پر لس کاله تنفیذي بند، د رشوت برابر په ۱۸ میلیونه نغدي سزا او د دندې پر انفصال محکوم کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS