د مخابراتو او ترانسپورت د نظارت کمېټې د ټولګټو او ترانسپورت وزارتونو او وسپنې پټلۍ ادارې له چارواکو سره ولیدل
د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مخابراتو او ترانسپورت د نظارت کمېټې د وسپنې پټلۍ ادارې د ټولګټو چاررو او ترانسپورت وزارتونو له چارواکو سره تعارفي ناستې کړي او پر اړینو موضوعاتو یې خبرې کړې دي.
دغې کمېټې چې مشري یې مولوي محمد شاکر حقاني کوله، د ۱۴۴۴ کال رمضان المبارک میاشتې په ۲۲ د ټولګټو چارو وزارت له وزیر ملا محمدعیسی ثاني سره تعارفي ناسته کړې او د امیرالمومنین د ۳۲ ګڼې فرمان په تړاو یې معلومات ورکړي دي.
د ا.ا.ا. مشرتابه ۳۲ ګڼه فرمان د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دندو او واکونو په تړاو راغلي دی.
ورته مهال د ټولګټو چارو وزارت وزیر یادې کمېټې ته د همکارۍ د ډاډ تر څنګ د نیمګړتیاوو د له منځه وړلو ژمنه هم کړې ده.
بلخوا د مخابراتو او ترانسپورت د نظارت کمېټې د ترانسپورت وزارت له وزیر الحاج ملا حمیدالله اخندزاده او د وسپنې پټلۍ ادارې له رییس الحاج ملا بخت الرحمن شرافت سره هم په جلا جلا تعارفي ناستو کې د امیر المومنین د فرمانونو او حکمونو د پلیتابه ډاډ ترلاسه کړی دی.
ياده دې وي، چې د فرمانونو او احکامو د تعقيب او نظارت لوی رياست په بېلابېلو سکټورونو کې د ا.ا.ا د مشرتابه د فرامينو او احکامو د تعقيب په موخه کمېټې جوړې کړې دي او عملاً يې خپلې چارې پېل کړې دي.