د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ پخوانی وزیر عبدالرزاق وحیدي ونيول شو

ago_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۱/۱۹ - ۱۸:۴۳
ago

د مالیې وزارت پخوانی مرستیال عبدالرزاق وحیدي، چې د ۱۳۹۷ کال د سلواغې پر دویمه د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د ابتدایي محکمې له خوا له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې په تور په غیابي توګه په درې کاله تنفیذي بند محکوم شوی و؛ د ۱۳۹۸ کال د وري پر ۱۹ ونېول شو او بندخونې ته واستول شو.

نوموړی په یوه بله قضیه او همداراز د خپل ماموریت په دوره کې له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستې په تور، چې د مالیې وزارت مرستیال و، د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د ابتدایي محکمې له خوا د ۱۳۹۸ کال د وري پر ۱۸ په ۱۲ زره افغانیو نغدي جریمې محکوم شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۴:۳۹
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو له واردولو د مخنیوي لپاره د مؤظف پلاوي ناسته جوړه شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ ناسته د مؤظفې کمېټې د غړو په ګډون د امارتي ادارو او وزارتونو د معیننانو په حضور کې جوړه شوه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۳:۳۸
Background image

له ایران څخه د افغان بندیانو د لېږد دوام؛۱۹۹ افغان بندیان د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شول

له بهر څخه د افغان بندیانو د انتقال کمېټې په کوښښ چې مشري یې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رییس مولوي شمس الدین شریعتي کوي د نورو اړوندو ادارو له استازو سره په ګډه چې د دغې. . .

BACK TO NEWS