د ملي دفاع وزارت د مادي او تخنیکي پخواني مرستیال په ګډون ۲۵ کسان له یوه کال تر نهو کالو بند محکوم شول

Hussain_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۶ - ۱۱:۴

دا کسان د افغانستان ملي اردو د ۲۳ قلمه البسو په تدارکاتي پروسه کې د اختلاس، تزویر، له واکه ناوړه استفادې او له قوانینو او مقرراتو د سرغړاوي له کبله د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتداییه محکمې له خوا د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۲۴ په علني توګه محاکمه شول.

د څارنوال د صورت دعوا پر اساس، د افغانستان ملي دفاع وزارت په ۱۳۹۱ کال کې له اییتلافي ځواکونو څخه د مسؤولیتونو په اخیستلو سره، د ملي اردو د کنډکونو لپاره ۲۳ قلمه البسه د دواطلبۍ پروسې له لارې له ازاد بازار څخه اخلي.

د شرکتونو د شکایتونو له کبله، د داوطلبۍ تر پروسې وروسته یو ځل بیا د آفر اخیستلو او د دواطلبۍ پایله لغوه کېږي چې د عالي شورا د وزیرانو د مصوبې د هدایت پر اساس، د تدارکاتو د ځانګړي کمېسیون تر نظارت لاندې د ARDS ادارې له خوا د لا روڼتیا لپاره په درېيم ځل د ۲۳ قلمو البسو قرارداد کېږي؛ خو د ارزونې پلاوی په دې پړاو کې د شرطنامې د شرایطو د نقض سبب کېږي او د درېيم ځل لپاره دوه قلمه البسه (بوټ او څپلۍ) ارو جنرال، هارون ناصر شمال، یاران اصیل، کابل کرستال جدید او د رونا البسه تولیدي شرکت ۲۴۰۰ جوړې بوټونه په نظر کې نه دي نیولي او مسوؤل پېژندل کېږي.

دا چاره د دې سبب شوه، چې د پخواني آفر د ارزونې پر خلاف په ناقانونه توګه د قرارداد اعطا د تدارکاتو د ځانګړي کمېسیون په منظورۍ او د وخت د ملي دفاع وزارت په لاسلیک، د مادي او تخنیکي مرستیالۍ له خوا د لومړي مرستیال په دستخط، د پخواني مادي او تخنیکي مرستیال او د پېرېدلو د رئيس له خوا د رسمي اسنادو له تزویر سره سره، یادو شرکتونو ته زمینه مساعده کړې ده.

د قضيې موظف څارنوال، د تحقیقاتو تر بشپړولو وروسته تورنو ته له قضايي پلاوي څخه د مجازاتو غوښتنه کړې ده.

د دغې ناستې قضايي پلاوي، مادي او تخنیکي مرستیال ډګرجنرال محب الله محب په نهو کالو تنفیذي بند، د پېرېدلو پخوانی رئیس عبدالرحمن غوري په شپږو کالو او اتو میاشتو تنفیذي بند او له دندې پر انفصال او د مسلک د پرېښودو حکم صادر وکړ.

د پېرېدلو د اکمال ریاست د پالیسۍ او راپورونو پخوانی مدیر بریدجنرال محمد عمر، د ځواکونو د ملاتړ پخوانی متقاعد مدیر بریدجنرال محمد آصف، د ادارې د ټکنالوژۍ آمر ډګروال عبدالرحمن حمیدي، د پېرېدلو د اکمال ریاست د تنظیم او ادارې پخوانی مدیر ‌ډګرمن فرامرز، د پېرېدلو د اکمال ریاست د ادارې مدیریت افسر شاه محمود سالارزی، د پېرېدلو د اکمال ریاست پخوانی افسر ډګرمن ملنګ، د بهرنیو ژبو پخوانی آمر ډګرمن صالح محمد او د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز د اقلامو د کتلاک د اکمال آمر سیدمحمود شاه هر یو په یو کال او یو میاشت تنفیذي حبس او په ۵۹۰۰۰ زره افغانۍ نقدي جزا په مجازاتو محکوم کړ.

دغې محکمې د قراردادونو مدیر ډګروال محمد اکرم په پنځو کالو او یو میاشت تنقیذي حبس، د کابل کرستال جدید شرکت رئيس محب الله په شپږو کالو تنفیذي حبس، د یاران اصیل تجارتي شرکت مرستیال وفي الله په اتو کالو تنفیذي حبس او ۷۶ میلیونه او ۲۲۱ زره او ۵۸ افغانیو نقدي جزا، د ارو جنرال شرکت مرستیال محمد نادر په شپږو کالو تنفیذي حبس او ۱۲۷ میلیونه او ۹۱۷ زره او ۹۱۵ افغانیو او د رونا البسې تولیدي شرکت مرسیتال محمد قاهر په اووه کالو یو میاشت تنفیذي حبس او ۶۰ میلیونه او ۹۷۶ زره او ۸۴۷ افغانیو نقدي جزا محکوم کړل.

همداراز په دې قضیه کې د ستر درستیز د لوژستیک پخوانی رئیس شاه آقا حیدري، د ستردرستیز د لوژستیک ریاست د ساتنې مرستیال تورنجنرال عظیم الدین، د اعاشې د تنظیم او ادارې آمر عبدالقاهر نعیمي، د قراردادونو د عقد پخوانی مدیر غلام غوث، د ځواکونو د ملاتړ مدیریت پخوانی افسر ډګرمن ګل محمد، پېرېدلو د اکمال ریاست افسر محمد ابراهیم، د لوژستیک ریاست د اکمال مدیریت پخوانی افسر ډګرمن نورمحمد جانباز، د لوژستیک ریاست د احضاراتو عینیاتو پخوانی مدیر ډګرمن عزیزالرحمن، د قرارادادونو د فسخ پخوانی افسر ډګرمن عبدالجمیل او د قرادادونو د کنټرول او ادارې پخوانی مدیر ‌ډګرمن عبدالمبین حلیمي له اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتداییه محکمې له خوا د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله د جزايي اجرااتو قانون د پنځمې مادې او د جزا کوډ د پنځمې مادې پر اساس بري الذمه وبلل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۴:۳۹
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو له واردولو د مخنیوي لپاره د مؤظف پلاوي ناسته جوړه شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ ناسته د مؤظفې کمېټې د غړو په ګډون د امارتي ادارو او وزارتونو د معیننانو په حضور کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS