د ملی یووالي حکومت رهبرۍ ملاتړ د لویې څارنوالۍ څخه د خلکو د لا زیاتې توقع لامل ګرځي

hdsadmin
سه‌شنبه ۱۳۹۵/۸/۱۸ - ۸:۳۹
ago

 

دغه موضوع د لویې څارنوالۍ عالي شورای په غونډه کې مطرح شوه. نوموړې غونډه د افغانستان لوی څارنوال محمد فرید حمیدي تر مشرۍ لاندې د لړم میاشتې په ۱۶ نيټه د یکشنبې په ورځ د دې شورای د معاونینو او غړو په ګډون د مهمو موضوعاتو په اړه د پریکړو لپاره تر سره شوه.

د دې غونډې په لمړۍ برخه کې، د افغانستان څارنوالانو د سرتاسري کنفرانس په اړه چې یوه اونۍ مخکې په لاره اچول شوی وو، وارزول شو. د افغانستان لوی څارنوال محمد فرید حمیدي د دی کنفرانس سرته رسیدل یوه بریا او لاس ته راوړنه وبلله. هغه دا لاس ته راوړنه د لوی څارنوالۍ د مسوولینو او کارکونکو د نه ستړیکیدونکو هڅو او کوششونو پایله وبلله او ویی ویل: " مونږ ددی هڅو په پایله کې وتوانیدو چې د ملي یووالی حکومت د جمهور رییس او اجراییه رییس ملاتړ ترلاسه کړو. د دی کنفرانس پایله د قانون د حاکمیت ملاتړ، د لویې څارنوالۍ خپلواکي او د لوی څارنوالۍ کاری خپلواکی ده چې د دی کنفرانس د بریا او لاسته راوړنو څرګندونه کوي."

د ښاغلي حمیدي به اند، له دی کنفرانس ورسته به د لویې څارنوالۍ څخه د خلکو توقع نوره هم زیاته شي. چه دا کار مونږ ته د افغانستان د خلکو لپاره د خدمت کولو د نوری انرژۍ او هڅونې لامل ګرځي. لوی څارنوال په ادامی سره وویل: " د دی کنفرانس رایې، نظرونه، او معلومات باید په تطبیق وړ اهدافو بدل کړو."

د هیواد لوی څارنوال د رسنیو په ځانکړی توګه د ملی رادیو تلویزون څخه چه په ژوندی بڼه یی دا   کنفرانس خپور کړی وو، مننه او قدرداني وکړ.

ددې غونډې په ورستۍ برخه کی، د جنایی قضیوو د مهمو ورقو د ژغورنی لپاره د تخنکي آرشیف په اړه د تدقیق او مطالعاتو د ریاست پیشنهاد تر بحث لاندی ونیول شو. دا پیشنهاد د لوی څارنوالی عالي شورای د غړو لخوا تایید شو. د لوی څارنوالی عالي شورای په اند، دا ارشیف کولی شي په راتلونکی کی د جنایی علومو  په څیړنیز مرکز بدل شي. دا مرکز کولی شی د جنایی علومو د تحقیقاتو په برخه کی د حقوقو د څانګی د زدکونکو او د نورو هغه کسانو سره چه پدی برخه کی څیړنی کوی مرسته وکړي.

ددی غونډی په پای کی د تحقیق مرحلو کی د قضیو د ورقو په اختیار کی د ورکړی په اړه د لوی څارنوالۍ د مشاورینو د بورد او د تدقیق او مطالعاتو د ریاست ګډ تدقیقی راپور وړاندی شو. دا راپور د دعوی د دواړو لورو، رسنیو او نورو ارګانونو ته د لوی څارنوالی د اطلاعاتو ورکولو لپاره طراحه شوی وو. او د شورای د غړو د اصلاحی نظرونو په وړاندی کولو سره تایید شو.

 

"

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS