د مهسا د وژنې قضیه محکمې ته لېږل شوې ده

ago_admin
شنبه ۱۳۹۸/۱/۱۷ - ۱۹:۱۹
jamshid rasooly

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي په یوه خبري کنفرانس کې د ۱۳۹۸ کال د حمل پر ۱۷ د حکومت د رسنیو په مرکز کې وویل، چې د مهسا د وژنې قضیه بشپړه شوې او محکمې ته لېږل شوې ده.

د لویې څارنوالۍ ویاند په دغه خبري کنفرانس کې وویل: «لویې څارنوالۍ له ۲۰ ورځنۍ څېړنې وروسته د یادې قضیې اړوند لاسته راوړنې محکمې ته لېږلې دي.»

ښاغلي رسولي همداراز زیاته کړه، چې د یادې قضیې مؤظفو څارنوالانو د مهسا قاتلینو ته د افغانستان د جزا کود د ۵۴۷، ۲۱۸ او ۲۱۹ مادې په رعایتونې د ۴۹۸ مادې مطابق د محاکمې غوښتنه کړې ده.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه، چې لویه څارنوالي د قانون د تطبیق او د عدالت د ټينګښت په برخه کې ځان ژمن ګڼي. 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS