د مهسا قاتلین په ۳۰-۳۰ کاله بند محکوم شول

ago_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۳/۵ - ۱۵:۹
mahsa

د مهسا قاتلین؛ هر یو سجاد آغا د سید آقا زوی او روح الله د نور آقا زوی، د کابل ښار د دویمې حوزې د ابتدایي محکمې له خوا، د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي پر پنځمه محاکمه شول.

په دغه قضایي ناسته کې د کابل ښار د دویمې حوزې د ابتدايي محکمې د کورني او بهرني امنیت پر ضد جرمونو د دیوان ریاست قضايي پلاوي، سجادآغا او روح الله د جزا کوډ د ۲۱۸ او ۲۱۹ مادې په رعایتونې د یاد کوډ د ۱۱۴، ۵۴۸ او ۵۹۸ مادې له مخې، په ۳۰ـ ۳۰ کاله تنفیذي بند چې د توقیف له لومړۍ ورځې پیل کېږي، محکوم کړل.

د یادې قضايي ناستې د پلاوي د پرېکړې پر بنسټ، د یادې قضیې له تورنو څخه په لاس راغلي درې مبایلونه، د جزا کوډ د ۱۸۲ مادې له مخې، د مصادرې وړ وبلل شول.

د یادې قضایي ناستې پلاوي، د یادې قضیې د زیانمنو حق العبدي دعوه په قانوني ډول خوندي وبلله  او زیاته یې کړه، چې دا وروستي پرېکړه نه ده؛ بلکې تر ټاکلي مودې په یاده قضیه کې دواړه خواوې د نېوکې او استیناف غوښتنې حق لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

BACK TO NEWS