د نظامي سکټور کمېټې غړو د کورنیو چارو وزارت له ځینو چارواکو سره تعارفي ناستې وکړې

Hussain_admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۶ - ۱۰:۴۴
کمیته نظامی

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د نظامي سکټور کمېټې غړو چې مشري یې مولوي نجیب الله انوري کوله، د کورنیو چارو وزارت د پلان، پالیسي او ستراتیژي معین مولوي عبدالحق مخدوم او د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت اړوند ریاستونو ځینو رییسانو سره جلا جلا تعارفي ناستې وکړې.

دا ناستې چې د ۱۴۴۴ کال شوال المکرم میاشتې په ۱۳ شوې، پکې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د نظامي سکټور کمېټې غړو د ا.ا.ا مشرتابه ۳۲ ګڼې فرمان په تړاو اړین او هراړخیز معلومات وړاندې کړي دي.

یاد فرمان چې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست دندې او واکونه روښانوي، په دې وروستیو کې صادر شوی او د اجرا وړ دی.

کمیته نظامی

ورته مهال، د کورنیو چارو وزارت د پلان، پالیسي او ستراتیژي معین او د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت اړوند ریاستونو د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست نظامي سکټور کمېټې غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د مشرتابه د ټولو فرمانونو او حکمونو د پلي کېدا ډاډ ورکړ.

نوموړو همداراز زیاته کړې، د ا.ا.ا. د پرمختګ او کامیابۍ راز په اطاعت کې دی، ځکه خو د مشرتابه د فرمانونو او حکمونو پلي کول او منل په ټولو لازمي دي.

د دغو ناستو موخه، د ا.ا.ا د مشرتابه د فرمانونو او حکمونو تعقیب او څار بلل شوی او دا لړۍ په مرکز او ولایاتو کې په چټکۍ روانه ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

BACK TO NEWS