د ننګرهار د استیناف څارنوالۍ د بېلابېلو برخو کړنې او لاسته راوړنې و ارزول شوې

ago_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱/۲۱ - ۹:۴۸
nangarhar

په عسکري چارو کې د لوی څارنوال د مرستیال ډګر جنرال څارنپوه عبدالفتاح عزیزي په مشرۍ د هېواد د ختیځ زون څارنوالیو د اجرااتو د ارزونې پلاوي، د ننګرهار د استیناف څارنوالۍ د بېلابېلو برخو کړنې او لاسته راوړنې و ارزولې. دغه پلاوی چې د کنترول او مراقبت، تفتیش، بشري سرچینو، د احکامو د تنفیذ او د حبس د بدیل او مالي او اداري چارو ریاست له استازو څخه ټاکل شوی، د ۱۳۹۸ کال د وري پر ۱۵ د ننګرهار ولایت ته ورسېد او پر دولتي او سیمه ییزو مقامونو سربېره یې له مدني ټولنو، عالمانو او قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

په عسکري چارو کې د لوی څارنوال مرستیال ډګر جنرال څارنپوه عبدالفتاح عزیزي د ننګرهار د استیناف څارنوالۍ د کړنو او لاسته راوړنو له ارزونې وروسته په یوه ناسته کې دوی ته په اشارې سره وویل، له مراجعینو سره په چلن کې باید له پوره حوصلې کار واخېستل شي. نوموړي په دې اړوند زیاته کړه: «له مراجعینو سره د انساني کرامت او عزت له مخې چلن کول په یاده اداره د دوی ډاډ او باور زیاتوي.»

nangarhar

دغه پلاوي د یاد ولایت د محبس له مدېریت څخه هم لیدنه وکړه او د بندیانو ژوند او روغتیایي وضعیت یې له نږدې وڅېړه. ننګرهار ته د استول شوې پلاوي رئیس ډګر جنرال عبدالفتاح عزیزي د بندیانو د شکایتونو له اورېدنې وروسته ژمنه وکړه، چې د دوی د شکایتونو او ستونزو د حل په موخه به د هېواد د نافذه قوانینو له مخې اجراات وکړي.

یاد پلاوي په یوه ځانګړې ناسته کې د دغه ولایت له امنیې قوماندان، د استیناف محکمې له رئیس او امنیتې مسؤولانو سره هم لیدنه وکړه او د یاد ولایت د استیناف څارنوالۍ له همکاریو یې مننه وکړه.

nangarhar

دا په داسې حال کې ده، چې دغه پلاوي د کنړ د استیناف څارنوالۍ کړنې او لاسته راوړنې هم ارزولې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS