د نورستان د بندیانو نسبتي دوسیې بررسي شوې

Hussain_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۴ - ۱۴:۲۴
ago

د لویې څارنوالۍ د عالي مقام د هدایت پر اساس، د نورستان د زندان وضعیت او د بندیانو دوسيې د دغه ولایت د استیناف څارنوالۍ رئيس، عسکري او د کورني او بهرني امنیت جرایمو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ رئیسانو له خوا له نژدې بررسي او له بندیانو سره خبرې وشوې.

د نورستان استیناف څارنوالۍ پلاوي د بندیانو د دوسیو او سوابقو تر کتنې وروسته وموندله، چې د ټولو بندیانو نسبتي دوسيې پر وخت رسیدګي شوې او په دې برخه کې ستونزه نشته.

نوموړو له بندیانو سره د زندان د ستونزو په تړاو هم خبرې وکړې او بندیانو وویل، چې د تغذيې، محیط، تعلیم او تربیې او په نورو برخو کې جدي ستونزه نشته او له مسؤولانو څخه يې د رضایت اظهار وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS