د نورم او استندرد ادارې سرپرست په شپاړس کاله بند، له دندې په انفصال او د سل زره امریکایي ډالرو په ورکړه محکوم شو

ago_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۷ - ۱۵:۲۴
عدلی و قضایی

د نورم او استندرد ریاست چارسمبالي(سرپرست) محمدموسی علمی، تخنیکي مرستیال خواجه جاوید صدیقي او د یادې ادارې د ارزونې ریاست سرپرست د سل زره امریکایي ډالرو بډو اخیستو په تور، د ۱۳۹۹ لمریز کال د زمري په اته ویشتمه د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د ابتداییه محکمې له خوا محکمه شول.

دغه قضیه د یو نړیوال شرکت د شکایت پر بنسټ چې د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ میاشت کې لویې څارنوالۍ ته لېږلې و، د ارزونې او عدلي تعقیب لاندې وه. په یاد شکایت کې ادعا شوې وه، چې د نیمروز، اقینې، اسلام قلعه، تورخم، تورغنډۍ او د فراه ۷۸ میل بندرونو د لابراتوارنو د تسلیمۍ برخه کې د نورم او استندرد ادارې ځینو چارواکو له یاد شرکت څخه د هر بندر لپاره د سل زره امریکایي ډالرو، لس سلنه سهم او هره میاشت کې د ۲۱ زره امریکایي ډالرو بډو غوښتنه کړې وه.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ یاده قضیه د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ عمومي ریاست له خوا تعقیب کړه، چې په پایله کې یې د نورم او استندرد ادارې سرپرست محمدموسی علمي د ۱۳۹۹ لمریز کال د سرطان ۲۵/۲۶ د شپې لس بجې د سل زره امریکایي ډالرو بډو اخیستو په جریان کې په باالفعل ډول ونیوه او دوه نور یې قضیه کې د شراکت په تور توقیف کړل.

یاده قضیه له څېړنو وروسته د لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ته لېږل شوی، چې یاد مرکز د اسنادو، د جرم د لاملونو له اثباته او د څېړنې د پروسې له بشپړولو وروسته، یاده قضیه د قانون د پلي کولو او د عدالت تامین په موخه یادې محکمې ته محول کړه.

موظف څارنوال له څیړنو او د صورت دعوا له ترتیب وروسته، د متهمانو پر وړاندې د اسنادو او مدارکو پر بنسټ، د ټولو بندرونو د یو میلیون او ۲۰۰ زرو امریکایي ډالرو مجموعي مطالبې، د سل زره امریکایي ډالرو بډو او غیر قانوني سلاح د حیازت په مورد کې یې د ابتداییه محکمې له قضایي پلاوي څخه د جزا کوډ د ۳۷۰ مادې د لومړۍ او دویمې فقرې، د یاد کوډ د ۳۷۱، ۳۷۵، ۵۳۶، ۵۴۵، ۷۵ او ۵۸ مادو د شپږمې فقرې پر بنسټ د مجازاتو غوښتنه وکړه.

له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د ابتداییه محکمې قضایي پلاوي په خپله علني محکمه کې د متهمانو د مدافع وکیل د دفاعیې له اوریدو وروسته؛ د نورم او استندرد ادارې سرپرست محمدموسی علمي د سل زره امریکایي ډالرو بډو اخیستو په تور د جزا کود د ۳۷۱ مادې د شپږمې فقرې، د ۳۷۵ او د ۳۸۵ مادو د لومړیو فقرو او همداراز د یاد کود د ۵۳۶ او ۵۷ مادو په نظر کې نیولو سره په شپاړس کاله تنفیذي بند، د سل زره امریکايي ډالرو د بډو معادل په ورکړه، له دندې پر انفصال او همداراز د غیرقانوني سلاح د حیازت مورد کې یې په ۶۰ زره افغانیو نغدي جریمې محکوم کړ.

همداراز د دغه مرکز قضایي پلاوي، خواجه جاوید صدیقي او احسان الله حیات د یاد تور په برخه کې د اړینو دلایلو د نه شتون له امله، د جزایي اجرااتو قانون د پنځمې، ۲۳۵ مادو او د یاد قانون ۱۹ مادې د څلورمې فقرې پر بنسټ، د جزا کود د پنځمې مادې په نظر کې نیولو سره بري الذمه وګڼل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS