د هرات د استیناف څارنوالۍ د اجرااتو په اړه د اطلاع رسونې او پوهاوي مطبوعاتي کنفرانس جوړ شو

دا مطبوعاتي کنفرانس د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لویې څارنوالۍ عالي مقام له هدایت سره سم، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون او له اداري فساد سره د مبارزې او ښې حکومتولۍ په موخه اطلاعاتو ته د رسنیو او هېوادوالو د لاسرسي لپاره په هرات کې جوړ شو.
یاد شوی کنفرانس د لویې څارنوالۍ د ویاند او د ملي چارو مشاور جمشید رسولي، د هرات د استیناف څارنوالۍ رئیس عبدالحق احمدي، د محصلینو او رسنیو په حضور کې د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږي پر ۲۷ د هرات ولایت په استیناف څارنوالۍ کې جوړ شوی و.
د دغه کنفرانس د جوړېدو موخه اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون تطبیق، د محلي رسنیو له لارې د لويې څارنوالۍ د لاسته راوړنو خپراوی، د هرات د استیناف څارنوالۍ، رسنیو او مدني ټولنو ترمنځ همغږي او خلکو ته د لویې څارنوالۍ ځواب ورکول بلل شوي دي.
د هرات استیناف څارنوالۍ رئيس عبدالحق احمدي وویل، چې د دغه ولایت استیناف څارنوالۍ ریاست پروسږ کال ۱۷۵۷ قضيو ته رسیدګي کړې او د روان کال په لومړیو درېیو ربعو کې يې ۱۸۲۰ قضیو ته ثبت کړې دي. د نوموړي په وینا، د یادو قضیو له ډلې یې تر اوسه ۵۴۷ قضيې نهايي کړې دي او پر اساس يې ۱۹ میلیونه او ۳۱۱ زره افغانۍ تثبیت او درې میلیونه او ۶۴۳ افغانۍ یې د دولت خزانې ته سپارلې دي.
له بلې خوا د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي په دغه کنفرانس کې وویل: «لویه څارنوالي خلکو ته د اطلاع رسونې او له اداري فساد سره د مبارزې برخه کې متعهده ده او هڅه کوي، چې په هېواد کې ښه حکومتولي حاکمه شي.»
ښاغلي رسولي ټینګار وکړ، چې د خلکو د غوښتنو له مخې لویه څارنوالي د قانون د تطبیق او د عدالت د تأمین د اصلي مرجع په توګه، د هرې بلې ادارې په پرتله اطلاعاتي او رسنیزې ټولنې ته د اطلاعاتو شریکولو ژمنتیا لري.
ښاغلي رسولي وویل، چې لویه څارنوالي یوازینۍ اداره ده، چې پر مرکز سربېره د هېواد په شپږو زونونو کې د اطلاع رسونې مسؤولین لري او دا مسؤولین به په راتلونکي کې په ټولو ولایتونو کې وګومارل شي.
د لويې څارنوالۍ ویاند زیاته کړه: «دغې ادارې پروسږ کال په جنايي، عسکري، د بهرني او کورني امنیت پر ضد جرمونو، نشه يي توکو، له ښځو، ماشومانو او خبریالانو سره د تاوتریخوالي او د ټاکنیزو جرمونو ۴۱ زره او ۲۶ قضيو ته رسېدنه کړې ده.»
د ښاغلي رسولي په وینا، د ۱۳۹۹ مالي کال په درېيو لومړیو ربعو کې لویې څارنوالۍ ۱۸ زره او ۶۵۰ قضيو ته رسېدګي کړې ده.
نوموړي په لویې څارنوالۍ کې د ښځو د ونډې په اړه وویل، چې په دې ادارې کې د ښځو ونډه له ۳ سلنې څخه ۲۰٫۹ سلنې ته پورته شوې ده او همداراز په خصوصي او دولتي ادارو کې د مېرمنو له ځورونې سره د مبارزې څارنوالۍ ریاست یې هم جوړ کړی دی.
نوموړي زیاته کړه: «اوسمهال لویې څارنوالۍ په خپل چوکاټ کې د ځمکو د غضب او د چاپيریال د ککړولو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ ریاستونه جوړ کړي، چې دا پخپله د قانون حاکمیت او د عدالت تأمین ته د لويې څارنوالۍ ژمنتیا ښيي.» ښاغلي رسولي وویل، چې تر دې وروسته به د ځمکو له غصب کوونکو او د چاپيریال له ککړونکو سره د قانون له مخې پرېکنده او جدي چلند کېږي.