د هرات محبوسینو دوسیو او ستونزو ته رسېدنه کېږي

Hussain_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۴ - ۱۳:۴۱
ago

د هرات څارنوالۍ د مختلفو برخو د رئیسانو پلاوي د ۱۴۰۰ لمریز کال د سرطان پر ۱۲ د دغه ولایت د زندانونو د چارو تنظیم مدیریت په همغږۍ د بندیانو دوسيې بررسي کړې.

دا لیدنه د لویې څارنوالۍ د سرپرست د هدایت پر اساس د زندانونو او بندیانو د وضعیت د ارزونې په موخه شوې ده.

دا پلاوی وايي، په دغه ولایت کې د بندیانو له ډلې یوازې د اوو زندانیانو دوسیې چې تمیز محکمې ته د پرېکړې لپاره استولې شوې دی، تر اوسه یې په تړاو نهايي پرېکړه نه ده شوې. پلاوی زیاتوي، چې ۲۸ توقیف شوي کسان چې د کورني او بهرني امنیت جرایمو پر ضد تورن دي، دوسيې يې د تحقیق تر بشپړولو وروسته د دغه ولایت محکمو ته له ذیصلاح مراجعو څخه وړاندیز شوې دي.

همداراز ویل شوي، چې د نورو بندیانو دوسيې پر وخت طی مراحل شوي او په دې برخه کې ستونزه نه لیدل کېږی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

BACK TO NEWS