د هرات ولایت د دولتي او نادولتي ادارو ۱۲ کارکوونکي محاکمه شول

دغه ۱۲ کسان له دندې څخه د ناوړه ګټې اخیستنې او اختلاس په تور د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د ابتدایي محکمې له خوا د ۱۳۹۶ کال د کب پر ۲۸ په علني ډول محاکمه شول.
په دغه ۱۲ محاکمه شویو کسانو کې د هرات پخوانی ښاروال فرهاد نیایش، د محلي ارګانونو مرستیال عبدالباقي پوپل، د قراردادونو د مدیریت سرپرست یوسف اسحق زی، د مالي او اداري چارو د آمریت سرپرست وحید زیارتجایي، مالي او اداري آمر راتب پوپل او د هرات ولایت د ښاروالۍ معتمد سید عبدالحق هم شامل دي.
همدارنګه په دغه قضایي ناسته کې، د عوایدو مدیر عبید حمید الهي، د دروازو مدیر نجیب الله جنیدي، د تخنیکي سکتور آمریت سرپرست خالد عمر، د افغان یونایټډ بانک آمر جاوید احدي، د هرات ولایت استازی محمد معروف رسولي او په دې ولایت کې صراف شېر احمد محاکمه شول.
د هرات ولایت پخوانی ښاروال فرهاد نیایش د ۱۹۰ زره اختلاس شویو امریکایي ډالرو په تور د جزا قانون د ۲۶۸ او ۲۷۳ مادو او د جزا کود د ۱۷ مادې پر اساس د اختلاس شویو پیسو پر تسلیمولو سربېره په پنځه کاله او یوه میاشت بند محکوم شو.
نوموړی همدارنګه، د ۱۵۰ زره امریکایي ډالرو د اختلاس په تور هم د جرا قانون د ۲۶۸ او ۲۷۳ مادو د لومړۍ فقرې او د جزا کود د ۱۷ مادې مطابق د اختلاس شویو پیسو په تسلیمولو سربېره په پنځه کاله او یوه میاشت بند محکوم شو.
همداراز نوموړی، د درې میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو او ۴۶ زره او ۸۸۰ امریکایي ډالرو د اختلاس په تور هم د جزا قانون د ۲۶۸ او ۲۷۳ مادو او د جزا کود د ۱۷ مادې مطابق په پنځه کاله او یوه میاشت بند او د اختلاس شویو پیسو په تسلیمولو محکوم شو.
یاد شوی تورن تر استملاک مخکې د خلکو د کورونو د تخریبولو په تور د جزا قانون د ۲۸۵ مادې د دویمې فقرې او د جزا کود د ۱۶ مادې له مخې په یو کال او یوه میاشت بند او دولت ته د یو میلیون، ۳۵۷ زره او ۸۰۰ افغانیو د تاوان په جبران محکوم شو.
نوموړی د تاریخي ارزښت لرونکو هټیو د تخریبولو په تور، د تاریخي او کلتوري آثارو د ساتنې قانون د ۷۴ مادې او د جزا کود د ۱۷ مادې مطابق په درې میاشتو تنفیذي بند محکوم شوی دی.
د یادو جرمونو پر اساس فرهاد نیایش، د جزا کود د ۷۵ مادې مطابق، د ۳۸۶ زره او ۸۸۰ امریکایي ډالرو او ۶۰۰ زره افغانیو په جبرانولو سربېره په ۱۶ کاله او ۷ میاشتو تنفیذي بند محکوم شو.
له دې سره سم عبدالباقي پوپل او معروف رسولي چې د تاریخي او کلتوري ارزښت لرونکو هټیو په ورانولو کې یې لاس درلود، د تاریخي او کلتوري آثارو د ساتنې قانون د ۷۴ مادې او د جزا کود د ۱۷ او ۵۹ مادې مطابق په درې درې میاشتو تنفیذي بند محکوم شول.
د یادې شوې علني محکمې په ترڅ کې خالد عمر هم په همدې تور، د تاریخي او کلتوري آثارو د ساتنې قانون د ۷۴ مادې او د جزا کود د ۱۷ او ۵۹ مادې او د جزایی اجرااتو قانون د ۲۰۹ مادې د دویمې فقرې مطابق د ده په غیاب کې په درې میاشتې تنفیذي بند محکوم شو.
د دغه ناستې قضایي پلاوي د یادې شوې مسألې په تړاو، یاد تورن هر یو فرهاد نیایش، عبدالباقي پوپل، معروف رسولي او خالد عمر د یادو هټیو د ورانولو له امله په ۲۱ میلیونه ۲۷۷ زره او ۳۶۸ افغانیو بیا سپارنې او د تخریب شویو هټیو د کرایې نه اخیستنې پر اساس په ۱۵ میلیونه ۵۷۴ زره او ۹۲۴ افغانیو خسارې په بیا ورکولو دولت ته وروپېژندل.
سید عبدالحق په ۱۵۰ زره امریکایي ډالرو د اختلاس په تور د جزا قانون د ۲۶۸ او ۲۷۳ مادو او د جزا کود د ۱۷ او ۵۸ مادې مطابق په پنځه کاله او یوه میاشت تنفیذي بند محکوم شو.
د همدې مسألي په اړوند یوسف اسحاقزی هم د جزا قانون د ۲۶۸ او ۲۷۳ مادو او د جزا کود د ۱۷ او ۵۸ مادې په نظر کې نیولو سره او د جزایي اجرااتو قانون د دویمې فقرې د ۲۰۹ مادې مطابق د نوموړي په غیاب کې په پنځه کاله او یوه میاشت تنفیذي بند محکوم شو.
سید عبدالحق، یوسف اسحاقزی او فرهاد نیایش د ۱۵۰ زره اختلاس شویو ډالرو له امله د جزا کود د ۶۸ مادې مطابق، د همدې قضایي ناستې د پلاوي له خوا دولت ته د اختلاس شویو پیسو په بیا سپارنه مکلف وبلل شول.
همداراز وحید زیارتجایي، راتب پوپل، عبید حمید الهي او نجیب الله جنیدي هم د ۱۵۰ زره امریکایي ډالرو د اختلاس په تور د جزا قانون د ۲۶۸ او ۲۷۳ مادو د لومړۍ فقرې او د جزا کود د ۱۷ او ۵۸ مادې په نظر کې نیولو او د جزایي اجرااتو قانون د ۲۰۹ مادې د دویمې فقرې مطابق د نوموړي په غیاب کې پر پنځه کاله او یوه میاشت تنفیذي بند محکوم شو.
د دې قضایي ناستې د پلاوي د پرېکړې پر اساس یاد تورن د جزا کود د ۶۸ مادې په نظر کې نیولو سره د ۱۵۰ زره اختلاس شویو امریکایي ډالرو په جزا محکوم شول.
حمید زیارتجایي د درې میلیونه ۶۰۰ زره او ۸۸۰ اختلاس شویو امریکایي ډالرو په قضیه کې د لاس لرلو په تور د جزا قانون د ۲۶۸ مادې د دویمې فقرې او د جزا کود د ۱۷ او ۵۸ مادو او د جزایي اجرااتو د ۲۰۹ مادې د دویمې فقرې مطابق په پنځه کاله او یوه میاشت تنفیذي بند محکوم شو. نوموړي تورن د یادې ناستې د قضایي پلاوي د پرېکړې او د جزا کود د ۷۵ مادې پر اساس پر اختلاس شوې نقدي جریمې سربېره په ۱۵ کاله او ۳ میاشت تنفیذي بند هم محکوم شو.
جاوید احدي له وظیفوي واک څخه د ناوړه ګټه اخیستنې په تور د جزا قانون د ۲۵۸ مادې د دویمې فقرې او د جزا کود د ۱۷ او ۲۳۷ مادې مطابق په یو کال او یوه میاشت تنفیذي بند محکوم شو.
نصیر احمد هم د تضمین شویو پېسو او د ښاروالۍ د عوایدو د راپور نه ورکولو له امله د جزا کود د ۵۰۱ مادې، د پېسو مینځلو څخه د مخنیوي قانون د پنځمې مادې - پنځمي فقرې، د صرافانو د فعالیتونو د تنظیم د مقررې او د پېسو خدمتونو برابرونکو د څلورمې برخې درېیم جز- لومړي بند، د جزا کود د ۱۷ مادې او د جزایي اجرااتو قانون د ۲۳۷ مادې لومړۍ فقرې په نظر کې نیولو سره په ۱۰۰ زره افغانیو محکوم شو.
د دغې ناستې قضایي پلاوي فرهاد نیایش، سید عبدالحق، یوسف اسحاقزی، وحید زیارتجایي، راتب پوپل، عبید حمید الهي او نجیب الله جنیدي په ۳۸۶ زره او ۸۸۰ امریکایي ډالرو نقدي جریمې په ورکړه مکلف وګڼل.
همدارنګه د یادې ناستې د قضایي پلاوي د پرېکړې پر اساس، له یادو تورنو څخه د ۳۸۶ زره او ۸۸۰ امریکایي ډالر او درې میلیونه او ۶۰۰ زره افغانۍ هم رد شوې دي.
په پای کې قضایي پلاوي حکم وکړ، چې فرهاد نیایش، عبدالباقي پوپل، خالد عمر او محمد معروف به دولت ته د خسارې جبرانولو له امله په ۳۶ میلیونه، ۸۵۸ زره او ۲۹۵ افغانۍ سپاري.
وحید غفوري د ۲۰ میلیونه افغانیو په قضیه کې په لاس لرلو او محمد جواد د تاریخي آثارو په تخریبولو سره عدلي مرکز ته د تعقیب په موخه وروپېژندل شول.