د هرات پخوانی والي او اووه نور کسان پر دوو کالو او شپږو میاشتو تنفیذي بند او څه باندې ۱۰۸ زره افغانیو نقدي جزا محکوم شول

ago_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۷ - ۱۶:۵۰
logo

د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتداییه محکمې د هرات پخوانی والي احمد یوسف نورستانی، د دغه ولایت د انجیل ولسوالۍ د زراعتي خدماتو مدیر محمد نادر، د هرات ملي امنیت کارکوونکی فرید احمد، د غوریانو ولسوالۍ د اراضي اوسنی مدیر عبدالظاهر، د انجیل ولسوالۍ مالي مدیر سید ابوبکر، د تورغونډۍ بندر د بهرنیو اتباعو د راجسټر کارکوونکی غلام رباني، د انجیل ولسوالۍ د املاکو پخوانی مدیر وکیل احمد او د دغې ولسوالۍ د کدستر اجراییه آمر بشیر احمد له وظیفوي واک څخه د ناوړه استفادې او دولت ته د مالي زیان اړولو په تور د ۱۳۹۹ لمریز کال د کب پر ۱۷ په غیابي توګه محاکمه شول.

د قضيې د موظف څارنوال په صورت دعوا کې راغلي چې ۱۲۱۰ جریبه ځمکه د ۱۳۵۲ کال د وزیرانو شورا د فرمان پر اساس د هرات د املاکو د تاسیساتو په موخه د مسلخ تصدي ته ورکړل شوې وه؛ خو دا ځمکه تر ۳۷ کالو راهیسې د شخصي افرادو په لاس کې وه او ناقانونه تأسیسات يې پکې جوړ کړي وو.

د څارنوال د صورت دعوا پر اساس، په ۱۳۸۸ کې محکمې دا ځمکه له شخصي اشخاصو راوګرځوله او د هرات د مسلخ تصدۍ برخه يې کړې، خو د هرات پخواني والي احمد یوسف نورستاني د هدایت پر اساس شخصي اشخاصو ته توزیع شوه، چې په پایله کې ۷۰۰ جریبه ځمکه د دولت په زیان د هرات هیرو شرکت ته په اجاره او ۳۹۰ جریبه هم اشخاصو ته تسلیم توزیع شوې وه.

د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتداییه محکمې د څارنوال د صورت دعوا او د تورنو د حقوقي مساعد د دفاعیې تر اورېدلو وروسته د هرات پخوانی والي احمد یوسف نورستانی، محمد نادر، فرید احمد، عبدالظاهر، سید ابوبکر، غلام رباني، وکیل احمد او بشیر احمد هر یو پر دوو کالو او شپږو میاشتو تنفیذي حبس او په علی السویه ډول پر ۱۰۸ زره او ۳۹۰ افغانیو نقدي جزا محکوم کړل.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS