د هلمند د استیناف څارنوالۍ کړنې وارزول شوې

ago_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۲/۵ - ۱۱:۹
helmand

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د لوی څارنوال په هدایت، د اداري فساد پر ضد د مبارزې مرستیال خواجه عبدالحق احمدي په مشرۍ پلاوي د ۱۳۹۸ کال د وري پر ۳۱، د هلمند د استیناف، عسکري او د کورنیو او بهرنیو جرمونو پرضد څارنوالیو اجراآت وارزول.

د اداري فساد پر ضد د مبارزې مرستیال او هلمند ته د لېږل شوي پلاوي رئیس خواجه عبدالحق احمدي، د دغه ولایت د استیناف، عسکري او د کورنیو او بهرنیو جرمونو پرضد څارنوالیو د کړنو د ارزولو په ترڅ کې هلمند ته د راغلي پلاوي موخه، د دغه ولایت د څارنوالۍ د بېلابېلو برخو د کړنو اروزل، د شکایتونو او ستونزو اوریدل، له خلکو او نورو اړوندو سیمه اییزو ادارو سره همغږي یاده کړه. ښاغلي احمدي د چارو د ښه پر مخ بیولو په موخه د دغه ولایت د څارنوالیو مسؤولانو ته لازمه مشوره او هدایت هم ورکړ.

د اداري فساد پر ضد د مبارزې مرستیال او هلمند ته د لېږل شوي پلاوي مشر خواجه عبدالحق احمدي، د دغه ولایت له والي محمدیاسین سره د لیدنې پر مهال وویل، چې لویه څارنوالي په ټولنه کې د قانون حاکمیت او ټولنیز عدالت په برخه کې هڅه کوي. د ښاغلي احمدي په خبره دغه اداره د هېوادوالو انساني کرامت او عزت ته پوره درناوی لري. هغه ټینګار وکړ، چې سیمه اییزې ادارې، مدني ټولنې او رسنۍ دې د قانون حاکمیت او د عدالت د تأمین په برخه کې له عدلي او قضایي ادارې سره همغږي او همکاري وکړي. هلمند ته د لېږل شوي پلاوي رئیس، زیاته کړه، چې دغې ادارې د هېوادوالو د شکایتونو د اوریدو په موخه ۱۸۰ شمیره جوړه کړې، تر څو هغوي وکولې شي د اداري فساد او نورو مواردو په اړه خپل شکایت په وړیا توګه ثبت کړي.

helmand

له بلې خوا د هلمند والي محمدیاسین، د لویې څارنوالۍ له کړنو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې دغه ولایت کې څارنوالان په پوره جرأت سره خپلې دندې د قانون مطابق پر مخ بیایي. هغه د عدلي او قضایي ادارو پر بې پرې توب ټينګار و کړ او راغلي پلاوي ته یې ډاډ ورکړ، چې له دغې ادارې سره به په پوره همغږۍ د قانون حاکمیت او د عدالت د تأمین په موخه کډ کار کوي.

همدارنګه یاد پلاوي د هلمند د استیناف محکمې له رئیس، د ولایتي شورا له غړو، د ملي امنیت له رئیس، د امنیې له قومندان، د مدني ټولنو له استازو، قومي مشرانو او دیني عالمانو سره هم ولیدل. د پلاوي رئیس، هېوادوالو ته د غوره خدمتونو وړاندې کول، ښې حکومتولۍ او له اداري فساد پر ضد مبارزې په برخه کې د دغو ادارو ترمنځ پر همغږۍ ټينګار وکړ او زیاته یې کړه:« د ادارو تر منځ همغږي او همکاري کولی شي، د خلکو باور پر حکومت زیات کړي.» هغه همدارنګه وویل، چې د هلمند څارنوالیو د ستونزو د هوارۍ په موخه به لازم اجراآت هم وکړي.

د یادو ادارو مسؤولانو هم ډاډ وکړ، چې له دغې ادارې سره به د قانون حاکمیت، د عدالت د تأمین او د اداري فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې په ګډه کار وکړي.

د دغه سفر په ترڅ کې یاد پلاوي د هلمند د توقیف خونې او محبس څخه هم لیدنه وکړه او د پلاوي رئیس د محبس مسؤولانو ته هدایت وکړ، تر څو له قانون سره سم بندیانو ته اسانیتا او د ښوونې زمینه برابره کړي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د هېواد بېلابیلو ولایتونو د استیناف، عسکري او کورنیو او بهرنیو جرمونو پر ضد د مبارزې څارنوالیو ته پلاوي تللي او د دغو څارنوالیو کړنې یې له نږدې ارزولي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS