د هېواد د زندانونو، توقیف خونو او نظارت خونو د ستونزو او وضیعت د څېړنې په موخه ناسته وشوه.

ago_admin
شنبه ۱۳۹۸/۷/۱۳ - ۸:۲۶
alama

دا ناسته د قضایي تعقیب چارو کې د لوی څارنوال د مرستیال ډاکتر غلام حیدر علامه په مشرۍ او د نارینه او ښځینه برخو له ازادۍ پر محرومو ځایونو د نظارت څارنوالۍ رئیسانو او د بندیانو د بند مودې کمونې او بخښنې فرمانونو پر تطبیق د نظارت څارنوالۍ د رئیس په ګډون د ۱۳۹۸ کال د تلې پر اتمه د قضایي تعقیب چارو مرستیالۍ په دفتر کې وشوه.

د ښځینه برخې له ازادۍ پر محرومو ځایونو د نظارت څارنوالۍ رئیسې ناجیې محمودي په دغه ناسته کې وویل، چې د کابل څرخي پله زندان کې ۲۰۴ ښځې بندیانې دي. د آغلې محمودي په خبره، په دغه زندان کې شته وضعیت د ډاډ وړ دی او هڅې به وکړي، چې شته ستونزې یې هم ډېر ژر حل کړي. دې زیاته کړه، چې د څرخي پله ښځینه زندان کې د بندیانو د ماشومانو لپاره وړکتون هم جوړ شوی او شاو خوا ۹۰ ماشومان پکې ژوند کوي.

په ورته مهال کې د نارینه برخې له ازادۍ پر محرومو ځایونو د نظارت څارنوالۍ رئيس مراد بیک د څرخي پله زندان کې د بندیانو شمېر یوه ستونزه وبلله. ښاغلي بیک په دې تړاو وویل: «اوسمهال د څرخي پله زندان کې شاو خوا لس زره بندیان او ۱۴ سوه توقیف یان دي، چې د دوی د روغتیايي وضعیت د څېړنې په موخه دوه مرکزونه په پام کې نیول شوي؛ خو تر اوسه فعال نه دي.» نوموړي همداراز زیاته کړه، چې بندیانو ته رخصتي هم د قانون له مخې ورکول کېږي.

له بلې خوا د بندیانو د بند مودې کمونې او بخښنې فرمانونو پر تطبیق د نظارت څارنوالۍ رئیس محمد داوود امیري وویل، چې روان کال د بندیانو د بند مودې کمونې او بخښنې اړوند د جمهوري ریاست څلور فرمانونه پلي شوي دي. ښاغلي امیري په ځینو ولایتونو کې ناامنه او اوږدې لارې په هم مهاله توګه د بند مودې کمونې او بخښنې فرمانونو د نه پلې کېدو عوامل وبلل او ویې ویل: «موږ یوه طرحه په کار اچولې، ترڅو وکولای شو د بند مودې کمونې او بخښنې فرمانونه په مرکز او ولایتونو کې په شرایطو برابر پر ټولو بندیانو هم مهاله تطبیق کړو.»

د ناستې په پای کې، په قضایي تعقیب چارو کې د لوی څارنوال مرستیال ډاکتر غلام حیدر علامه وویل، چې د قانون مطابق دې هڅې وشي، ترڅو د بندیانو حقونه خوندي شي. ښاغلي علامه زیاته کړه، چې د عدالت ټینګښت په موخه دې د بند مودې کمونې او بخښنې فرمانونه په شرطو برابر پر ټولو بندیانو تطبیق شي. نوموړي همداراز د بندیانو ژوند او روغتیایي وضعیت ته پر جدي پاملرنه هم ټینګار وکړ. 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS