د هېواد د ۵۷ ناامنه ولسوالیو څارنوالان مسلکي وروزل شول

ago_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱/۲۸ - ۱۷:۳۲
institute

د لویې څارنوالۍ د مسلکي زده کړو انستېتوت کې د”  جزا کود او جزایي اجرااتو قانون “په نوم لس ورځنۍ روزنیز پروګرام، د لویې څارنوالۍ د بشري سرچېنو د پراختیا د عمومي رئیس ښاغلي محمد ناصر همت او د یادې ادارې د مسلکي زده کړو انستېتوت د رئیس ډاکتر عزیزالله فصیحې په حضور د ۱۳۹۸ کال د وري پر ۱۸ پیل شو.

د بشري سرچینو د پراختیا عمومي رئیس محمد ناصر همت وویل: «د قانون حاکمیت او عدالت ته د خلکو لاسرسی، د لویې څارنوالۍ بنسټیزه موخه ده.» ښاغلي همت زیاته کړه، چې د هېواد په ناامنه ولسوالیو کې د څارنوالیو فعالول او پر بشري سرچینو، ګمارنې او د ولسوالیو په باتحصیله کسانو پانګونه، په قانون او عدالت د خلکو باور زیاتوي.

institute

د مسلکي زده کړو انستېتوت رئیس ډاکتر عزیز الله فصیحي د بحث وړ موضوعاتو ته په اشارې سره وویل، چې په دا ډول پروګرامونو کې د څارنوالانو روزنه او د دوی د تجربو شریکول د عدالت د ټینګښت بهیر پیاوړی او چټکوي. نوموړي زیاته کړه، د مسلکي زده کړو انستېتوت تل هڅه کوي، د ورته پروګرامونو په جوړولو سره د څارنوالانو د غوره چلن، مهارتونو او پوهې د کچې لوړونې زمینه برابره کړي.

په دغه روزنیز پروګرام کې یادو څارنوالانو ته د (د جرم او د هغه د ډولونو، د جزا او تأمیني تدابیرو، د اباحت د وسائېلو او جزایي مسؤولیت او د هغه د موانعو، د حبس د بدیل، د جزایي دعوې د اثبات د ادلې‌، د اموالو، اشخاصو، اخلاقو او عمومي عفت پر وړاندې جرمونو، د ښځو د ځورونې د مخنیوي، د جزایي دعوې د تحریک، د اتهام نامې د ترتیب او په ولسوالیو کې د څارنوالیو د واک په اړه) روزنه ورکړل شوه.

دا پروګرام د ۱۳۹۸ کال د وري پر ۲۸ ګډونوالو ته د تصدیق پاڼو په ورکړې سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS