د هېواد لودیځ زون ته ټاکل شوی پلاوی فراه ته ورسېد

ago_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱/۲۹ - ۹:۳۰
arghone

د لوی څارنوال د مالي او اداري چارو د مرستیال وحیدالدین ارغون په مشرۍ، د هېواد لودیځو ولایتونو ته لیږل شوی پلاوی، د ۱۳۹۸ کال د وري پر ۲۷ فراه ولایت ته ورسېد. دغه پلاوي پر والي سربېره د امنیې له قوماندان، د فراه څارنوالۍ د بېلابېلو برخو له کارکوونکو، د قضا او محکمې له سرپرست، په ولایتي شورا کې د خلکو له استازو، د حج او اوقافو او ښځو چارو له ریاستونو او مدني ټولنو سره لیدنه کړې ده. همدارنګه یاد پلاوي د فراه ولایت د نظارتخونې، بندخونې او د ماشومانو د روزنې او اصلاح مرکز پر لیدنه سربېره د یاد ولایت له نظارتخونې او بندخونې څخه اته بندیان ازاد کړل. دا بندیان د یاد پلاوي د څېړنې پر بنسټ، چې د بند موده یې بشپړه او د توقیف وړ نه و، له بند څخه ازاد شول.

په دغو ناستو کې د څارنوالۍ د کړنو پر څرنګوالي، له عدلي او قضایې ادارو څخه د خلکو د رضایت او باور پر کچه، د لویې څارنوالۍ له مراجعینو سره په رویې، له سیمه ئیزو مسؤولینو او اړونده ادارو سره په همغږۍ، د کشف پر مهال د تورنو او مظنونانو د حقونو د رعایتونې او د قضیو د څېړنو او تعقیب د ارزونې په موخه بحثونه وشول.

د لوی څارنوال د مالي او اداري چارو مرستیال او د یاد پلاوي رئیس وحیدالدین ارغون، د فراه له والي محمد شعیب ثابت سره د لیدنې پر مهال وویل، لویې څارنوالۍ د هېواد د ولایتي څارنوالیو د ارزونې په موخه د یادې ادارې له بېلابېلو برخو څخه د مرستیالانو په مشرۍ اووه پلاوي ټاکلي دي.

farah

د لوی څارنوال مرستیال زیاته کړه، چې د دغو پلاویو بشپړ راپور د لویې څارنوالۍ رهبري شورا ته وړاندې کېږي، چې له مخې به یې ولایتي څارنوالۍ د خپلو کړنو پر بنسټ، مکافات او مجازات شي. ده ټینګار وکړ، چې د شته ستونزو او ننګونو لپاره به د حل لارې هم ولټول شي.

د کاري خپلواکۍ اصل ته په کتو د سیمه ییزو ادارو تر منځ همکاري او همغږي یو د هغه مواردو څخه و، چې ښاغلي ارغون په دغه ناسته کې پرې ټینګار وکړ. نوموړي د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه، د دې ادارې رهبري هڅه کوي، د لویې څارنوالۍ په اړه د هېواد په ځانکړې توګه د ولسوالیو په کچه د خلکو ذهنونو ته یو واضح او له پیغام ډک انځور ورسوي، تر څو خلک د خپلو قضیو د حل لپاره دغه بنسټ ته مراجعه وکړي.

له بلې خوا د فراه والي محمد شعیب ثابت وویل، که څه هم دا ولایت پرلپسې له سختو امنیتي ګواښونو سره مخ دی؛ خو په دې وروستیو کې په بېلابېلو برخو کې جدي فعالیتونه تر سره شوي او د راتلونکو لپاره هم ځانګړي پروګرامونه طرحه شوي دي. نوموړي زیاته کړه، په دې اداره کې د لویې څارنوالۍ د رهبرۍ هڅو ښه پایله درلوده او د دې ولایت د خلکو په زړونو کې یې د قانون د یوشان پلي کیدو او د عدالت د ټینګښت هېلې را ژوندی کړې دي. ښاغلي ثابت زیاته کړه، چې څارنوالي د دولت د یوې برخې په توګه د قانون د پلي کولو په برخه کې لومړی مقام لري. نوموړي ټینګار وکړ: «د څارنوالۍ عزت زموږ عزت دی او له دغې ادارې سره به هر ډول همکارۍ، چې د قانون د تطبیق او له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې اړینې وي، وکړي.»

د فراه والي له اداري فساد سره پر جدي مبارزه ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د دغې ناوړه پدېدې د له منځه وړلو په موخه به د فساد کوونکو لاسونه، که په هر مقام کې وي، ورلنډ کړي.

دغه پلاوي په یوه ځانګړې ناسته کې، د فراه څارنوالۍ د بېلابېلو برخو د کارکوونکو ستونزې واورېدې او د چارو د ښه والي لپاره یې ورته لازمې لارښوونې وکړې. ښاغلي ارغون څارنوالانو ته په اشارې سره وویل: «د څارنوالانو موخه باید نه یواځې د مجرمینو مجازات وي؛ بلکې د تورنو او مجرمینو د جرم عوامل دې د دوی حقونو ته په درناوي او د انساني کرامت له مخې وپلټي.» نوموړي د څارنوالانو پوښتنو ته د ځوابونو د ورکړې پر مهال وویل، چې د څارنوالۍ د واک او تشکیل قانون په تعدیل کې د څارنوالانو د دندې د خوندیتوب وړاندیز شوی او په نږدې راتلونکو کې به د څارنوالانو د دندو لایحې هم بیا وکتل شي.

farah

د فراه د استیناف څارنوالۍ رئیس عبدالغفور قریشي هم د قانون پر تطبیق، د عدالت پر تأمین او له اداري فسا سره پر مبارزه ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې په دې برخه کې به زیاته هڅه وکړي. نوموړي وویل: «د ټولنیز عدالت د ټینګښت په برخه کې د څارنوالۍ او نورو سیمه ییزو ادارو تر منځ همکاري او همغږي اغیزناک رول لوبولای شي او د لویې څارنوالۍ کارکوونکې به په دې برخه کې خپلو هڅو ته تر وسه دوام ورکوي.» ښاغلي قریشی زیاته کړه، له هېڅ کس په ځانګړې ډول له فساد کوونکو سره به دوه ګونی چلن ونه کړي.

له بلې خوا یاد پلاوي د فراه ولایت د استیناف محکمې او قضا سره د لیدنې پر مهال په یادو موضوعاتو بحث وکړ. دوی د خلکو ناپوهي، اقتصادي ستونزې او د خلکو د پوهاوي د کچې لوړولو لپاره د ځانګړو پروګرامونو نه شتون د خلکو او عدلي او قضایي ادارو تر منځ د واټن عمده عوامل وبلل. د فراه د استیناف محکمې سرپرست ټینګار وکړ، چې پرمختګ، امنیت، سوله، اقتصاد او د ټولنې سوکالي په عدالت کې نغښتي؛ که عدالت تأمین نه شي، یادې هېلې به مو هم پوره نشي. دوی زیاته کړه، چې د قوانینو او د ټولنې د سوکالۍ په اړه د عدلي او قضايي ادارو رول ارزښتناک دی او په دې برخه کې د خلکو د پوهاوي لپاره یې د منبر له لارې د علماوو پر تبلیغ ټینګار وکړ، چې په اړونده برخو کې دې د حج او اوقاف ریاست له عدلي او قضایي ادارو سره په همغږۍ جدي ګامونه واخلي.

zindani

له بلې خوا د ولایتي شورا غړو، د ښځو چارو ریاست او د مدني ټولنې غړو په لویه څارنوالۍ کې وروستي بدلونونه وستایل او په یاده اداره کې پر نورو اجرااتو او اصلاحاتو د ټینګار تر څنګ یې له دې ادارې څخه خپل هر اړخیز ملاتړ وښود.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

BACK TO NEWS