د ټاکنو د خپلواک کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون له ۱۲ پخوانیو کمېشنرانو څخه تحقیقات روان دي

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي وویل، چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د پخوانیو رئیسانو په ګډون له ۱۲ کمېشنرانو څخه ابتدايي تحقیقات شوي او لا هم له نوموړو څخه تحقیقات روان دي. دا کمېشنران له واک څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په تور د کشفي ادارو له خوا تورن شوي دي.
د نوموړي په خبره، لويې څارنوالۍ له دغو کمېشنرانو څخه د تحقیقاتو په موخه یوه لوړپوړی پلاوی ټاکلی او دا پلاوی د قضيې اړوند د کره اسنادو په راټولولو لګیا دی.
د ښاغلي رسولي په خبره، لویه څارنوالي ژمنه ده، چې دا قضیه به په قانوني او بې پرې توګه څېړي او د کمېشنرانو د مسؤولیت او نامسؤولیت په اړه به تر تحقیقاتو وروسته قانوني تصمیم نیسي. نوموړي یادونه وکړه، چې لویه څارنوالي به د قضيې پایلې د رسنیو له لارې له ولس سره ژر تر ژره شریکې کړي.
د یادونې وړ ده، چې لویې څارنوالۍ ته دوه اوونۍ وړاندې د کشفي ادارو له خوا د ټاکنو د خپلواک کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ۱۲ پخوانیو کمېشنرانو قضیه چې له واک څخه په ناوړه ګټې اخیستنې تورن شوي دي، شکایتونه رسېدلي وو، چې تر شکایتونو وروسته لویې څارنوالۍ نوموړي کمېشنران ممنوع الخروج اعلان کړل. اوس دا اداره په پرله پسې توګه هڅه کوي، چې دا قضیه په جدي او قانوني توګه وڅېړي.