د ټاکنیزو کمېسیونونو پخواني کمېشنران او رئیسان پر دوو کالو او شپږو میاشتو بند محکوم شول

ago_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۵ - ۱۶:۵۵
qazayee

د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز استیناف محکمې، د ټاکنیزو کمېسیونونو د پخوانیو کمېشنرانو او رئیسانو محکمه، د ۱۳۹۸ کال د مرغومي پر ۲۴ د دوی او د دوی د مدافع وکیلانو په حضور ترسره کړه.

د قضايي ناستې پلاوي، د مؤظف څارنوال د صورت دعوې او د تورنو کسانو او د دوی د مدافع وکیلانو د دفاعیې تر اورېدنې وروسته، یاده قضایي ناسته راتلوونکې ورځې ته وځنډوله.

یاده قضیه کې چې د ۱۳۹۷ کال د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه وه، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پخوانۍ رئیس عبدالعزیز آریایي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پخوانۍ غړی عبدالبصیر فایز، د یاد کمېسیون پخوانۍ مرستیاله حمیرا حقمل، د ټاکنو کمېسیون پخوانۍ رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد، د یاد کمېسیون پخوانی اداري مرستیال معاذالله دولتي، پخواني کمېشنران هر یو رفیع الله بیدار، عبدالقادر قریشي، سید حفظ الله هاشمي او ملیحه حسن د ټاکنو د پایلو د ثبت فورمونو د بدلولو په تور تورن شوي و.

د یادې قضیې مؤظف څارنوال، د جرم د اثبات لپاره د اسنادو او شواهدو له مخې د دلیلونو تر راوړنې، د اتهام نامې له ترتیب او د څېړنو تر بشپړاوي وروسته د یاد مرکز له استیناف محکمې وغوښتل، چې د عدالت ټینګښت په موخه دې پر دوی د هېواد د نافذه قوانینو احکام پلي کړي.

د اداري فساد جرمونو ته د رسیدګۍ استیناف محکمې، د مرغومي پر ۲۵ په خپله ناسته کې هر یو عبدالعزیز آریایي، عبدالبصیر فایز، حمیرا حقمل، ګلاجان عبدالبدیع صیاد، معاذالله دولتي، رفیع الله بیدار، عبدالقادر قریشي، سید حفیظ الله هاشمي، ملیحه حسن او وسیمه بادغیسي د ولسي جرګې ټاکنو د پایلو د ثبت فورمو د بدلولو په تور، د جزایي اجرااتو قانون د ۱۱۲ مادې په رعایتونې سره د جزا کود د ۵۷، ۵۹ او ۴۳۲  مادې له مخې پر دووـ دوو کالو او شپږو میاشتو تنفیذي بند محکوم کړل.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ابتدایي محکمې، د ټاکنو کمېسیون د پخوانۍ عملیاتي مرستیالې وسیمې بادغیسي په ګډون یاد کسان پر پنځو کالو تنفیذي بند محکوم کړي و.

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS