د پکتیکا ولایتي شورا درې غړي له ناقانونه اسنادو د استفادې په تور محکوم شول

ago_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۴ - ۱۸:۵۹
عدلی قضایی

د پکتیا ولایتي شورا درې غړي د تزویر او د ناقانونه پېسو اخېستلو او اسنادو څخه د استفادې په تور، د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ پر ۲۴ د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز له خوا، په علني ډول محاکمه شول.

د قضیې مؤظف څارنوال، د دعوې له ترتیب او څېړنو له بشپړاوي وروسته د اسنادو او شواهدو له مخې یادو تورنو کسانو ته د جزا قانون د ۱۵۶ او ۳۱۰ مادې شپږمې فقرې دویم بند په رعایتولو د جزا کوډ د ۱۷، ۳۹۶ او ۳۹۷ مادې له مخې د مجازاتو غوښتنه وکړه.

په یاده قضیه کې د پکتیکا ولایتي شورا غړي؛ حنیفه کټوازۍ د بازخان لور، دیانا صاحب زۍ د روزجمعه لور او عبدالجلیل د عید محمد زوی محاکمه شول.

د ناستې قضایي پلاوي، یاد کسان د تزویري اسنادو او شهادتنامو او ناقانونه پېسو د اخېستلو په تور د جزا کوډ د ۱۷، ۷۳، ۳۹۶، ۳۹۸ په رعایتونې د جزا کوډ د ۳۱۰ مادې دویمې فقرې شپږم بند او د جزايي اجرااتو قانون د ۲۰۹ او ۲۳۹ مادې له مخې هر یو په یو کال او دوو میاشتو تنفیذي بند محکوم کړل.

همداراز د قضایي پلاوي د پرېکړې پر بنسټ، حنیفه کټوازۍ په دوو میلیونو او اویا زره افغانیو، دیانا صاحب زۍ په یو میلیون او اته سوه زره افغانیو او عبدالجلیل په دوو میلونو او ۶۴ زره افغانیو په نغدي ډول هم محکوم شول.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS