د څارنوال مجلې او جریدې د کتنپلاوي غونډه وشوه

hdsadmin
پنجشنبه ۱۳۹۶/۸/۴ - ۷:۵۱
221

د څارنوال مجلې او جریدې د کتنپلاوي غونډه د روان کال د لړم پر لسمه په تعقیبي چارو کې د لوی څارنوال مرستیال ډاکټر غلام حیدر علامه په مشرۍ ترسره شو.

په نوموړې ناسته کې د څارنوال مجلې او جریدې په معیاري کولو او همداراز د لويې څارنوالۍ پر چاپي خپرونو بحث وشو.

نوموړ کتنپلاوي یادونه وکړه، چې د لویې څارنوالۍ چاپي خپرونې تر پخوا کره او معیاري شوي او موږ هڅه کوو، چې نوموړې چاپي خپرونې لا معیاري کړو.

د یادونې وړ ده، چې لویه څارنوالۍ به په نژدې راتلونکي کې «په امنیتي او دفاعي سکتور کې له اداري فساد سره د مبارزې ګډ کنفرانس» د ګډونوالانو د ویناوو او همداراز په نوموړي کنفرانس کې د فساد د له منځه وړلو په موخه د جوړو شویو کمېټو د نظریاتو ټولګه خپره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS