د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي څارنوالان په ټولنه کې د طبیب حیثیت لري

ago_admin
چهارشنبه ۱۳۹۷/۱۱/۳ - ۱۶:۱۰
conference

دا خبره د تحقیق په چارو کې د لوی څارنوال مرستیال نورحبیب جلال د ۱۳۹۷ کال د سلواغې پر درېیمه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې د قانون حاکمیت د همغږۍ ملي کنفرانس په پایله کې وکړه.

د تحقیق په چارو کې د لوی څارنوال مرستیال په دغه پروګرام کې وویل: «د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي څارنوالان د قانون د حاکمیت، د عدالت د ټينګښټ او د مظلومانو د حق غوښتنې رسالت پر غاړه لري.» ښاغلي جلال زیاته کړه، چې ټول څارنوالان په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي څارنوالان باید د یاد شوي کنفرانس له لاسته راوړنو څخه د قانون د تطبیق او د کورنیو د ارامتیا په برخه کې کار واخلي. د نوموړي په خبره، څارنوالان باید ټولو قضیو په ځانګړې توګه د کورنیو ستونزو قضیو ته د رسیدګۍ په ټولو مرحلو کې په پوره پاملرنې او ځېرکۍ چلن وکړي. د تحقیق په چارو کې د لوی څارنوال مرستیال د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: «په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړل، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د څارنوالانو رسالت ګڼل کیږي، هغه رسالت چې په واقعي ډول په کورنیو کې د ښځو د اسوده ژوند او مقام زمینه برابره کړي.»

conference

د ښاغلي جلال په باور، له چا سره چې تاوتریخوالی کیږي، د عامه پوهاوي له لارې عدالت ته رسېدلای شي. نوموړي د خپلو خبرو په دوام سره وویل: «موږ باید د افغانستان هر ګوټ ته دا پیغام ورسوو، چې موږ د انسان، انسانیت او عدالت لپاره کار کوو تر څو له تاوتریخوالي پاکه ټولنه ولرو.»

په ورته مهال کې په افغانستان کې د حقونو د پراختیا نړیوال سازمان (IDLO) مسؤولې لیزلي شنایډر وویل، چې دا سازمان یو حکومتي نړیوال سازمان دی، چې د قانون پر حاکمیت ټینګار کوي. نوموړې زیاته کړه: «موږ د نړیوالو بشري حقونو له مخې خپله دنده مخ ته وړو او هڅه کوو، چې خلک له تاوتریخوالي څخه لرې او په کرامت سره ژوند وکړي.»

د یادونې وړ ده، چې یاد شوی کنفرانس د روان کال د سلواغې پر لومړۍ پیل او درې ورځې یې دوام وکړ. د دغه کنفرانس ګډونوالو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په برخه کې پر شته ستونزو او ګواښونو او همداراز د دغې ناوړه پدیدې پر له منځه وړلو هراړخیز بحث وکړ او د دغه ستونزو د هواري په موخه یې غوره لارې چارې هم وړاندې کړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS